1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونکر: ترکيه دې د مهاجرت د تړون درناوی وکړي

۱۳۹۵ آذر ۷, یکشنبه

د اروپايي کمیسيون مشر ويلي دې چې دواړه اړخونه دي د مهاجرت د تړون درناوی وکړي. دغه تړون د روان کال د مارچ په اتلسمه نيټه په بروکسل کې د اروپا پر لور د مهاجرو د تلو د مخنيوي په موخه لاسليک شوی ؤ.

https://p.dw.com/p/2TK3F
Frankreich Straßburg EU Parlament Jean-Claude Juncker
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د اروپايي کمیسيون مشر ويلي دې چې اروپايي اتحاديې او ترکيې ته په کار ده چې د مهاجرت موضوع اړوند ترسره شوي تړون ته درناوي وکړي. اروپايي اتحاديې او انقرې د روان کال د مارچ په اتلسمه نيټه په بروکسل کې اروپا ته د مهاجرو د مخنيوي په موخه يو تړون لاسليک کړ.

د اروپايي کميسیون مشر جان کلاود يونکر ويلي دي چې ترکيې سره د مهاجرت تړون ته درناوی کول په کار ده او راتلونکې کې دې هم پر هغه باندې عمل کول جاري وساتل شي. هغه دغه خبرې د «لا لبري بيلجيک» ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې کړي دي. د يونکر په وينا څرنګه چې د تړون تصميم د اروپايي اتحاديې لخوا نيول شوی دی، د هغه تطبيقول هم اړين بولي.

يونکر په خپلو خبرو کې وويل چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۴ کاله پورې، په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې د يو ځای کيدو په باب د دموکراتيکو ارزښتونو په رڼا کې مثبت پرمختګونه شوي دي. د يونکر پر وينا چې ترکيې په تيرو دوو کلونو کې اروپايي اصولو او ارزښتونو ته شا کړې ده چې پر وينا د دواړو لورو تر منځ د راولاړو شويو ستونزو اصلي لامل په همدې کې دی.

«اصلي لامل پخپله ترکيه»

د اروپايي کميسيون مشر په وينا، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د هغه حکومت اوس خپلو تيروتنو ته په کتو، پر اروپايي اتحاديې له وخت څخه د مخه تور لګوي ځکه چې په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې د يو ځای کيدو په برخه کې دغه هيواد له سترو خنډونو سره مخ دی.

يونکر زیاته کړه، په اروپايي اتحادیې کې د ترکيې د ګډون په اړه مذاکراتو کې چې کوم ځنډوالی رامنځ ته شوی د هغه اصلي لامل په خپله ترکيه ده، ځکه چې هغوې (ترکيه) د تروریزم ضد قانون اصلاح ته غاړه کينښوده، په داسې حال کې چې اروپايي اتحاديه کې د غړيتوب ترلاسه کولو د پاره پر دې موضوع عمل کول يو اړين شرط دی.

يونکر د ترکيې ولسمشر ته په خطاب وويل چې دی دې پر اتحاديې تر تور لګولو د مخه، په دې باندې فکر وکړي چې په اروپايې هيوادونو کې د ترکيي وکړو آزاد تک راتک ته د امکاناتو د نه برابريدو په برخه کې د ده خپل مسئوليت څومره دی.

له بل پلوه، دوه ورځې مخکې د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل په اروپايي اتحاديې او ترکيې باندې ټينګار وکړ چې د مهاجرت تړون ته دې درناوی ولري. د مرکل د جمعې ورځ دغو څرګندونو ته د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د رامنځ ته شویو اختلافاتو د کميدو په برخه کې د مرستې کونکې په سترګه کتل کيږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.06.2015):