1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه تحقیقاتي ډله پر افغان ژورنالیست د برید مسله څیړي

۱۳۸۹ بهمن ۱, جمعه

یوې لوړ پوړي تحقیقاتي ډلي ته دنده سپارل سوې تر څو پر افغان خبریال رزاق مامون د شوې برید څرنګوالی وڅيړي .رزاق مامون د تیري سې شنبې په ماښام د خپل کور مخې ته د تیزابو د برید لاندي راغی اولاس او مخ یې وسوځیدل

https://p.dw.com/p/Qu8K
رزاق مامونانځور: DW

د ملي امنیت دادارې نطاق لطف الله مشعل وایي چې په دغه متخصصه تحقیقاتي ډلګۍ کي د ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت یو شمیر مامورین شامل دي .

که څه هم رزاق مامون له دویچې ویلې سره په هغه لومړۍ ورځ د خبر پر مهال وویل چي دغه برید د ایران له لوري سوی خو د ملي امنیت ادارې ویاند په دغه برخه کي د غوڅ حکم کول مخکي له وخته بولي .

(( یوې په کار پوه تحقیقاتي متخصصي ډلي ته مو دنده سپارلې تر څو په ښاغلي مامون د برید مسله وڅيړې، په دغه برخه کې یو شمیر پرمختګونه سوي دي او لاهم کار پرې روان دی)).

خو افغان خبریالان د افغان دولت په دغوژمنو بې باوره دي .

هغوی وایي چي په تیرو نهو کلونو کي شاوخوا 30 خبریالان د ملک په بیلا بیلو سیمو کې ووژل سول خو تر اوسه پوري د یوه دوسیه هم نده بشپړه سوې او نده څرګنده چي د دغو وژنو تر شا دچا لاس وو.

افغان خبریال او د کابل اونیزي مدیر مسول فهیم دشتي هم همدا خبره کوي.

(( ددوی په ژمنو باور نسو کولای، باور به مو هغه وخت کړی وای چي په عمل کې مو څه لیدلي وای، په تیرو نهو کلونو کې مو 23 خبریالان له لاسه ورکړل، چا ولیدل چې یو کس د دغو قتلونو په جرم محاکمه سوی وي)).

په ورته وخت کې د پژواک دخبري آژانس مشر دانش کړوخیل بیا وایي چي که چیري حکومت په لنډ مهال کي د خبریالانو په وړاندي د بریدونو عاملین نسي نیولای ،لږ تر لږه هغه معلومات او پرمختګونه باید له ولس سره شریک کړي چي په دغه برخه کي رامنځ ته سوي دي.

دانش کړوخیل:

(( په دغه برخه کې یوازي د افغاني ژورنالیستانو غوښتنه نده بلکي د دا ټولو افغانانو ده چې د دغسي پیښو عاملین ونیول سي او هغوی ته د قانون له مخي سزا ورکول سي)).

پر افغان خبریال رزاق مامون باندي دغه برید پر داسي مهال تر سره سوی چي د هغه یو نوی کتاب په دې وروستیو کي له چاپه وتلی.

د رد پاه فرعون په نامه په دغه کتاب کي د نظار شورا د مشر احمد شاه مسعود په وژنه ایران ګرم بلل سوی .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي چي په اوسینو شرایطو کي د ورته بریدونو رامنځ ته کیدل کومه عجیبه خبره نده او باید یې انتظار ولرو.

د دغه وزارت مرستیال مبارز راشیدي.

(( افغان دولت چي هر څه تدابیر ونسي په ورته وخت کي داسي پیښې رامنځ ته کیږي، دا په دې مانا نده چي مونږ ټولو خپله دنده په ښه توګه تر سره کړې ده )).

د یادولو وړ ده چي د رسنیو د ملاتړو ادارو په کلنیو رپوټونو کې تیر 2010 کال د 2009 په پرتله د افغان خبریالانو لپاره یو خوندي او د پیښو له اړخه مصون په ګوتو سوی وو.

خو که چیري روان 2011 کال ته وګورو نو یوازي په لومړۍ میاشت کي یې پر خبریالانو د بریدونو درې پیښي ثبت سوي دي .

ميرويس جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري