1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه سپین پوستي پولیس بیا یو تورپوستی امریکايی وژلی

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۹, چهارشنبه

په متحده ایالاتو کې د یو سپین پوستي امریکايی له خوا د یوه افریقايي الاصله وگړي وژنې یو ځل بیا هلته شور ما شور راپارولی دی. د قتل په دغه تور کې له یو ویدیويي انځور څخه کیدای شي د ثبوت په توگه کار واخیستل شي.

https://p.dw.com/p/1F3xN
هغه یو ویدیو انځور چې ښيی امریکايی پولیس په یو سړي ډزې کوي
هغه یو ویدیو انځور چې ښيی امریکايی پولیس په یو سړي ډزې کويانځور: Reuters

۳۳ کلن سپین پوستي پولیس د تیرې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي کارولاینا په ایالت کې یو تور پوستی امریکايي وگړی چې وروسته د پیښی قرباني شو، له خپل موټر سایکل سره په دې وجه ودراوه چې گواکې د هغه د بریک څراغ خراب دی. د پولیسو دغه مامور ادعا کوي چې گواکې هغه له دې وجې له دغه افریقايی الاصله امریکايي څخه وویریده چې نوموړي د لاس او گریوان کیدو په وخت کې د پولیس د برقي ټکان وسله (برقي دڼده) ترې کش کړه.

خو یوه ویدیو چې اوس د امریکايي ورځپاڼې «نیویارک تایمز» لاس ته هم ورغلی ده ښيي چې څرنگه د پولیسو دغه مامور نوموړي ۵۰ کلن تور پوستی باندی د تیښتې د هڅې په وخت کې له شا ډزې کوي. د رپوټونو له مخې دغه ویدیو کیدای شی هغه صحنه هم ښکاره کړي چې دغه پولیس څرنگه وروسته خپل برقي ډنډه د وژل شوي سړي ترڅنگ ځای پر ځای کوي.

په جنوبي کارولاینا کې د چارلستن د سیمې ښاروال، «کیت سمي» څرگنده کړه چې دغه ویدیو به له دی تصمیم سره مرسته وکړه چې نوموړی پولیس په قتل تورن کړای شي او که نه. په یوې خبري غونډه کې «سمي» وویل چې پولیس «په یو ډير خراب تصمیم لاس پوری کړی دی».

دا لومړۍ او یوازینۍ پیښه نه ده

په دی وروستیو کې د سپین پوستو پولیسو له خوا د افریقايي الا صله امریکايي وگړو د وژلو پیښو په امریکا متحده ایالاتو کې یو لړ پراخ قهر او غوسه راپارولي ده. د مارچ میاشتې په سر کې د پولیسو یو مامور د اتلانتا د ایالت په اطرافي سیمه کې یو «لوڅ سړی» چې گمان کیږي رواني تکلیف یی درلود، په ډزو سره ووژاه. دغه راز د متحده ایالاتو د میسوري د ایالت د «فرگوسن» په ښار گوټي کې وروسته له هغې چې یو تور پوستی ځوان «مایکل براون» د یو سپین پوستي پولیس له خوا په ډزو سره ووژل شوو، څو اونې پر له پسی یو لړ پراخې اله گولې راوپارولې. له دغې پیښی خخه وروسته د متحده ایالاتو د عدلیی د وزارت یو رپوټ په «فرگوسن» کې په منظمه توگه د پولیسو له خوا د تور پوستو وگړو د ځورولو او ربرړولو څخه پرده پورته کړه.

په شمالي چارلستن کې د شنبې ورځې د پیښې له امله د بشري حقونو فعالینو د یو لړ احتجاجونو اعلان کړی دی.