1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه هندۍ زده کوونکې په آزموینه کې د نقل له کبله زنداني شوه

آژانسونه/ب.ص.۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

په هند کې د ښوونځي یوه ۱۷ کلنه شاګرده او د ښوونې او روزنې د برخې چارواکي د آزموینو په ترڅ کې د یوې افتضاح له کبله زنداني شوې. دغې زده کوونکې په آزموینه کې یې تر ټولو ډیرې نمرې اخیستې وې خو نقل يې کړي وو.

https://p.dw.com/p/1JEtM
Mädchenschule in Indien
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/ZB

د هند په ختیځ بهار ایالت کې د ښوونځي یوه زده کوونکې روبي رای، چې په خپل ښوونځي کې یې تر ټولو زیاتې نمرې ګټلې وې، د یوې تلویزیوني مرکه پر وخت د عادي پوښتنو په ځوابولو کې پاتې راغله. دې په دغه مرکه کې وویل چې په آزموینه کې د دې یو مضمون «پولیټیکل ساینس» د آشپزې په اړه وو.

کله چې دغه ویډیو خپره او عامه شوه نو چارواکو له روبي رای او ۱۳ نورو هغو بهترینو نمرو ګټونکو څخه چې شک ورباندې کیده، غوښتنه وکړه چې له سره آزموینه ورکړي. روبي رای د اوونۍ په پای کې د تعلیم د برخې د یوې کمیټې په مخکې د امتحان له پاره حاضره شوه. د «این ډي ټي وي» په حواله نوموړې د آزموینې اخیستونکو د یوې پوښتنې په ځوابولو هم ونه توانیده او د هیئت له خوا يې د مخکنۍ آزموینې نتیجه وننګول شوه.

د بهار ایالت د مرکز پټنا ښار د پولیسو مشر مانو مهاراج وویل: «روبي رای په آزموینه کې د نقل له کبله سملاسي ونیول شوه.»

ده زیاته کړه چې د بهار د ښوونځيو د آزموینو د کمیټې چارواکي په دې درغلیو کې ککړ بلل شوي دي. د رسنیو په حواله نور شل تنه چې د درغلۍ تور ور باندې لګول شوی، نیول شوي دي. چارواکو په دې اړه پلټنې پیل کړي چې آیا ټګي کوونکو شاګردانو د نقل پارچې له ځان سره لرلې او که د آزموینې پارچې یې تبدیل کړل شوې وې.

د بهار ایالت په ښوونځيو کې د آزموینو پر وخت درغلي د تیرو کلونو په ترڅ کې یوه لویه ستونزه ګرځيدلې. له دې امله ایالتي حکومت سږ کال د آزموینو پر وخت د کلکو اقدماتو د وضعه کولو امر کړې وو چې په دې کې د شاګردانو زنداني کیدل هم شامل ول.