1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې افغاني فلم جوړوونکي څرنګه خپل فلم تر کن فیستیواله ورساوه

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

افغانه فلم جوړوونکې سهربانو سادات، د ډیرو ستونزو تر زغملو وروسته واتونیده چې په لومړي ځل خپل یو فلم «د کن د فيلمونو فیستیوال» ته ورسوي. هغه په افغانستان کې د فلمونو جوړول ستونزمن کار بولي.

https://p.dw.com/p/1IqO6
د کن فيستيوال ژوري هيئت
انځور: picture alliance/AA/M. Yalcin

دا چې د سادات فلم په کن فیستوال کې نندارې وړاندي شو، تر ټولو لوی دلیل یې د دې فلم جوړلو له پاره د هغې قاطعیت وو. که د دې پر ځای بل څوک وای نو حتمې به یې دغه فلم پریښی وای، ځکه هغې د نورو ستونزو تر څنګه د طالبانو، داعش او دغه راز د خپل هيواد له غیر ډاډمن سیاسي وضعیت سره مخامخ وه.

هغې د آلمان خبري آژانس ته په کن فیستیوال کې ویلي دي: «په افغانستان کې د فلمونو جوړول ډیر ستونزمن کار دی. ما نه شوای کولای چې پر سړک وګرځم.»

سادات وایي چې په پای کې هغه اړ شوه چې د افغانستان پر ځای په تاجیکستان کې خپل فلم ثبت کړي. د سادات فلم «لیوه او پسه» نومیږي چې په افغانستان کې د کلیو د اوسیدونکو کیسه وړاندي کوي.

هغه وایي: «ما څو ځلي د خپل فلم ثبت وځنډاوه، ځکه ما غوښتل هغه په افغانستان کې ثبت کړم.» خو کله چې سادات په تاجیکستان کې هم ثبت پیل کړ نو بیا هم له ستونزو سره مخامخ شوه.

د افغانستان او تاجیکستان پر پوله هم یاغیان شته، خو دې ځان له دغې ستونزي خلاص کړ. بیا یې نه شوای کولای چې خپله کمره تاجیکستان ته یوسي او بله ستونزه یې دا وه چې په تاجیکستان کې ځينو سیمه ییز چارواکو له داعش ترهګري ډلي سره همدردي لرله.

د سادات بله ستونزه د افغانستان او تاجیکستان تر منځ کلتوري توپیر وو. هغه وایي: «ما باید ځان په دې قانع کړی وای چې دا افغانستان دی. ما فکر نه شوای کولای چې زه دغه فلم نه شم جوړولای.»

سادات خپلې زده کړې په کابل کې کړې دي او اوس په دنمارک او افغانستان کې اوسیږي. هغې خپل ډیر ژوند په ایران کې تیر کړی دی او کله چې افغانستان ته راغله نو له خپلي کورنۍ سره یې په یوه کلي کې ژوند پیل کړ. د هغې د ژوند همدا دوره سبب شوه چې دغه فلم جوړ کړي.

د هغې فلم د افغانستان د کلیو د اوسیدونکو د ژوند سختۍ بيانوي.

سادات په پای کې له افغانستان څخه څه نا څه ۳۰ کلیوال تاجیکستان ته بوتلل او هلته یې ورته په خپل فلم کې ونډه ورکړه. که څه هم سادات خپل فلم د ډیرو ستونزو تر زغملو وروسته جوړ کړی دی، خو بیا هم خوشبینه ده.