1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې نجونې او میرنۍ مور ئې د کورنۍ نورو غړو ووژل

۱۳۹۰ بهمن ۱۰, دوشنبه

يوې کاناډايي محکمې يوه افغانه کورنۍ د خپلو درو لوڼو د وژلو په تور تورنه کړې ده. دغي محکمې ويلي دي چي يوه افغان، مېرمني او زوی ئې د کورنۍ درې لوڼي د کورني اصولو د نه مراعتولو له پاره وژلي دي.

https://p.dw.com/p/13syK
آرشیف انځور: دغې افغاني کورنۍ په کانادا کي ژوند کاوه
آرشیف انځور: دغې افغاني کورنۍ په کانادا کي ژوند کاوهانځور: picture-alliance/dpa

وکيلانو ويلي دي چي تورنو کسانو ښايي خپلي درې لوڼي د لڅو کالو اغوستلو، له ملگرو سره د ليدلو او له انترنيټ څخه د کار اخيستلو په برخه کي د کورنيو اصولو د تر پښو لاندي کولو په خاطر وژلي وي.

د دغي افغاني کورنۍ محکمې۱۵ساعته دوام وکړ. تردغي اوږدې محکمې وروسته ۵۸ کلن محمد شفيع د هغه مېرمن توبه او۲۱ کلن زوی حميد په څلورو جرمونو پړه وگڼل شول.

د هغوی په جرمونو کي لومړۍ درجه وژل هم شامل ول. د دغه جرم سزا ۲۵ کاله زندان دئ. کله چي د قضاوت کوونکي پلاوي فيصله اعلان شوه تورنو کسانو ادعا وکړه چي بې گناه دي.

دغه درې کسان د خپلي کورنۍ د څلورو غړو د وژلو په تور پړه بلل شوي دي. په وژل شوو کسانو کي د کورنۍ درې لوڼي او د محمد شفيع پخوانۍ مېرمن شامله ده.

د محکمې په خبره ۱۹کلنه زينب، ۱۷کلنه سحر، ۱۳ گيتي او۵۲ کلنه روڼا د دغي پيښي قربانيان دي. د دغو څلورو کسانو مړي په ۲۰۰۹ کال کي په کینگيسټن کي په يوه موټر کي چي په اوبو کي ډوب شوی وو پيدا شول. دا کورنۍ هغه وخت دغې سيمه ته تللي ول.

محکمې ويلي دي چي تورنو کسانو لومړی دغه څلور تنه وژلي دي او بيا ئې په موټرکي اوبو ته اچولي دي چي قتل ته د يوې پيښي بڼه ورکړي.

د هغوی په خبره تورنو کسانو د پيښي قربانيان په بل ځای کي خفه کړې ول او بيا ئې د هغوی مړي په موټر کي اوبو ته اچولي ول.

د محکمې قاضي دغه پيښه شرمناکه وبلله او ويويل چي په کاناډا کي د دغه شان پيښو له پاره ځاي نه شته. تر دې وروسته د کاناډا د عدليې وزير په يوه وينا کي د ننگ له مخي وژني په کاناډا کي د منلو وړ و نه بللې.

د تورنو کسانو وکيلانو ويلي دي چي دغه کسان په يوه ترافيکي پيښه کي وژل شوي دي. د هغوی په خبره د پيښې د قربانيانو موټر درياب ته لویدلی وو چي د هغوی د وژلولامل شوی دئ.

دغي کورنۍ په ۱۹۹۲کال کي له افغانستان څخه پاکستان ته کډه کړې وه او په ۲۰۰۷ کال کي کاناډا ته تر تگ مخکي په استراليا او دوبۍ کي هم ژوند کړی دئ.

شفيع چي يو شتمن سودا گر دئ ځکه ئې دوهم واده کړی وو چي د لومړۍ مېرمني ئې اولادونه نه کېدل. د محکمې په حواله شفيع ډير وخت په تجارتي سفرونو کي تيراوه او د کور مسئوليت ئې خپلي دوهمي مېرمنې او زوی ته سپاره.

ويل کيږي چي شفيع، مېرمني او زوي ئې ځکه د کورنۍ مشره لور يو کال له ښوونځي څخه محرومه کړه چي هغې هلته يو ملگری درلود. د کورنۍ دوهمه لور هم له ستونزو سره مخامه وه. وکيلانو د تورونو د اثباتولو له پاره د شفيع ثبت شوي خبري هم محکمې ته وړاندي کړي دي.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب