1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې چاودنې په بلخ ولایت کې ۱۴ کسان ووژل

۱۳۹۵ مهر ۲۱, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د چهار شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې یوې چاودنې ۱۴ کسان وژلي او ډیر نور یې ټپیان کړي دي. چاودنه د عاشورا تر مراسمو وروسته رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2R9bW
Karte Afghanistan Provinz Balkh Englisch
انځور: DW

د بلخ د پولیسو له ویاند سره مرکه

د بلخ ولایت یوه ویاند منیر فرهاد، په دې اړه ویلي دي: «په چاودنه کې ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي. چاودنه د بلخ ولسوالۍ په بازار کې هغه وخت رامنځ ته شوې چې د عاشورا مراسم پای ته نزدې ول.»

تر دې مخکې په کابل کې هم د عاشورا پر مراسمو برید ډیره مرګ ژوبله رامنځ ته کړې وه.