1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو افغان مهاجر ماشوم خپل او ۱۴ تنو نورو ژوند وژغوره

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۱, شنبه

یو افغان مهاجر ماشوم د یوه خیریه موسیسې کارکونکۍ ته له یوه یخچال لرونکي لارۍ موټر څخه په پيغام لیږلو سره خپل او ۱۴ تنو نورو مهاجرو ژوند وژغوره. دا خبره هغه مرستندویه کارکونکې کړی چې له دغو مهاجرو سره یې مرسته کړی.

https://p.dw.com/p/1ISUt
انځور: Reuters/P. Rossignol

احمد چې شپږ یا اوه کاله عمر لري له هغه تلیفون څخه په استفادې چې په فرانسه کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د یوې خیریه موسیسې یوې بریتانوۍ کارکونکۍ اینکا سوریل، ورته ورکړی وو، د قاچاقي لارې په مسیر کې هغې ته پيغامSMS واستوه

احمد شپږ یا اوه کاله عمر لري. هغه د یوې بریتانوې موسیسې کارکونکې ته له خپل تلیفون څخه یو SMS یا پيغام واستوه. په دغه کې لیکل شوي وو چې دوی په یوه لارۍ موټر کې دي او اوکسیجن ورته نه رسیږي. دغه گرځنده تلیفون احمد ته په فرانسه کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د یوې خیریه موسیسې همدغې بریتانوۍ کارکونکۍ اینکا سوریل، ورکړی وو.

سوریل چې په یو کنفرانس کې د گډون له پاره نیویارک ته تللې وه، د دغه پیغام ترلاسه کولو وروسته یې په بریتانیا کې له خپلې یوې بلې همکارۍ تانیا فریدمن سره تماس ونیوه او هغه بیا پولیسو ته خبر ورکړ.

پولیسو د دغه ماشوم شمیره ترلاسه کړه او د هغه لیږدونکي موټر یې ودراوه او په دغه موټر کې سپاره ټول مهاجر یې د کډوالو مراقبت اړوندې ادارې مسئولینو ته وسپاره.

فریدمن چې د «مهاجرو سره د مرستې» بریتانوي خیریه سازمان سره کار کوي، فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: «دا یوه حیرانونکي کیسه ده. دا د خلکو یوه نړیواله شبکه ده چې د ژوند د ژغورنې له پاره یو بل ته لاسونه ورکوي، او مشري یې یو کم عمره ماشوم کوي.»

میرمن سوریل، احمد په فرانسه کې د کالی بندر په سیمه کې د «جنگل» نوم د مهاجرو په یو کمپ کې لیدلی وو. په دې ځای کې په زرگونه اقتصادي مهاجر بریتانیا ته د رسیدلو په خاطر شپې ورځې تیروي. دغه سفرونه ډیري وختونه په غیرقانوني توگه ترسره کیږي.

تیره میاشت کله چې د دغه کمپ ورانول پيل شول، میرمن سوریل یو مبائل له سیم کارت، خپلې شمیرې او کریت کارت سره احمد ته د دې له پاره ورکړی وو چې که له کومې ستونزې سره مخامخ شي نو دې ته زنگ ووهلی شي.

سوریل په نیویارک کې د کنفرانس گډون کونکو ته وویل: «هغه ماته پیغام راکړ چې د بریتانیا پر لور یې حرکت کړی دی. بیا یې پیغام راکړ چې دوی یې په یوه لارۍ کې کښینولي دي او د لارۍ چلونکی موټر نه دروي. لارۍ سړونکی سیستم(یخچال) لري او هغه له لارۍ څخه د وتلو له پاره هیڅ چاره نه لري.»

د هغه پیغام مفهوم چې احمد سوریل ته په مات گډ انگلیسې ژبه لیکلې وو دا دی: «زه مرستې ته اړتیا لرم. موټر چلونکی موټر نه دروي. په موټر کې اکسیجن نه لرو. تلیفون مو سگنال نه لري، د کانتینر دننه یو. ټوکې نه کوم والله».

د احمد د پيغام انگلیسې متن: « I ned halp darivar no stap car no oksijan in the car no sagnal iam in the cantenar. Iam no jokan valla »

د پولیسو ویاند تائیده کړی چې دغه لارۍ یې د بریتانیا په مرکز لسترشر سیمه کې د پنجشنبې په ورځ درولې او ۱۴ تنه سپاره کسان په کښې د غیرقانوني سفر په تور نیول شوي دي.

د پولیسو ویاند زیاته کړی چې یو تن بریتانیا ته د انساني قاچاق په تور نیول شوې دی، او په عین وخت کې د هغه ماشوم له پاره حفاظتي اقدامات تر لاس لاندی نیول شوي دي، کوم چې په دې لارۍ کې وو.»

احمد یوازې نه وو له ده سره د دې ۲۰ کلن ورور هم په دغه لارۍ کې وو. چارواکو ویلي دي چې د تیر کال د دوبي راهیسې هره ورځ شاوخوا ۴۰ تنه مهاجر د مانش له تونل څخه په تیریدو په بریتانیا کې د غیرقانوني سفر په تور نیول کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب