1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو افغان ۱۴ کاله وروسته له گوانتانامو څخه آزادیږي

آژانسونه / ع.ح.۱۳۹۵ خرداد ۱, شنبه

د متحده ایالاتو د حکومت د وینا له مخې یو افغان وگړی چې په ۱۹ کلنې په خپل وطن کې له ترهگرې ډلې القاعدې سره په تړاو تورن شوی ؤ، د گوانتانامو له زندان څخه خوشي کیږي، ځکه د هغه پرضد د «جنگي جنایت» جرم ثابت شوی نه دی

https://p.dw.com/p/1IsES
انځور: Reuters/L. Jackson

د امریکا متحده ایالاتو د میامي له ښار څخه د اسوشیتدپرس د یو خبر له مخې، د متحده ایالاتو حکومت پرون ( جمعه د ۲۰۱۶ کال د می ۲۰) اعلان وکړ چې یو افغان وگړی چې په گوانتانامو کې د هغه پرضد د «جنگي جنایت» دعوا ممکنه نه ده، اوس کیدای شي له نوموړي زندان څخه خوشې کړای شي.

د «Periodic Review Board» یا د « د بررسي دوره يی بورد» چې له څو مختلفو حکومتي ادارو څخه جوړ شوی یو هیأت دی او په گوانتانامو کې په مشروطه توگه د بندیانو د آزادې په هکله غور کوي وموندله چې نور اړینه نه ده چې عبیدالله نومی افغان وگړی په گونتانامو کې بندي پاتې شي. دغه تصمیم د یو لنډې وینا په ترځ کې د پنتاگون په ویبپاڼه کې خپور شوی دی.

د درې پاراگراف لرونکې وینا له مخې دغه پلاوي د خپلو تحقیقاتو پر بنسټ وموندله: « کوم خطرونه چې د دغه بندي له ناحیې څخه رامنځ کیږي، کیداي شي ډير زیات لږ وي.»

د امریکا متحده ایالاتو پوځ په افغانستان کې عبیدالله په ۲۰۰۲ کله هغه وخت ونیو چې نوموړی ۱۹ کلن ؤ. هغوی څه ناڅه ۲۰ غیر منفجر شوي ماینونه چې د نوموړي کور ته نژدې خښ شوي ؤ، وموندل. وروسته امریکايي چارواکو دغه ځوان تورن کړ چې هغه د یوې بمب ایښودنکي شبکې چې القاعدې سره ېې تړواو درلود، غړي ؤ. خو د هغه وکیل دغه ډول تورونه رد کړل.

د ۲۰۰۸ کال په سپتمبر کې عبیدالله په یوې پوځي محکمه کې تورن شو چې په توطئې لاس پوری کړی او د تروریستانو لپاره یې مواد چمتو کړي دي، هغه یو تور چې جنگي جنایت گڼل کیږي. خو په مرافعو کې محکمو وویل چې نوموړی په دغه جرم په گوانتانامو کې تورن کیدای نه شي، ځکه دا هغه یو څه دي چې له ۲۰۰۶ کال څخه مخکې پیښ شوي دي. په دې وجه حکومت په ۲۰۱۱ کال د هغه پر ضد د دغه تور له عنوانولو څخه لاس واخیست او له وخت څخه را په دی خوا د عبیدالله وکیلانو د هغه د آزادولو لپاره غوښتنه کوله.

عبیدالله د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د نوموړي حکومټي هیأت یعنې « د بررسي دوره يی بورد» په وړاندی ودرول شوو. دغه هیأت په کیوبا کې د گوانتانامو د تړلو لپاره د ولسشمر بارک اوباما د هڅو یوه برخه ده ترڅو په دی هکله غور وکړي چې هغه بندیان چې پرضد یې دعوا ممکنه نه ده، له گونتانامو څخه خوشی کړای شي. په اوسني وخت کې ۸۰ تنه په گوانتانامو کې بندیان دي چې په هغوې ۲۸ تنه یې هغه کسان دي چې پر ضد یې کوم دعوا ممکنه نه ده او د خوشی کیدو لپاره تصفیه شوي دي.