1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو الماس په ۶ میلیونه ډالره وپلورل شو، خو پیسې یې څه شوې؟

۱۳۹۶ آذر ۱۴, سه‌شنبه

یوه کشیش خپل ۷۰۹ قراطه الماس حکومت ته ورکړ څو ځايي پروژې پرې تمویل شي. چارواکي اوس هیله من دي چې د آلماس په پیسو به د انساني قاچاق او د عصري نړۍ د غلامۍ له پدیدې سره مبارزه وشي.

https://p.dw.com/p/2omLI
USA 709 Karat-Diamant in New York
انځور: picture-alliance/abaca/M. Elshamy

د دوشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک ښار په یوه بولۍ کې یوه عیسوي کشیش د نړۍ یو له سترو آلماسو څخه چې په سیرالیون کې يې موندلی وو، له خپلې اصلې بیې په ټیټه بیه وپلوره. د «سولي الماس» تر نامه لاندې د هګۍ په اندازه دغه آلماس چې وزن یې ۷۰۹ قراطه وو په سیرالیون کې موندل شوی. دا یو له سترو الماسو څخه دی او د نړۍ له لسم تر پنځلسم پوري سترو آلماسو په کتار کې راځي.

د راپاپورت ګروپ په نامه د الماسو نړیوالي سوداګرۍ شبکې چې دغه بولي یې پرمخ بیوله وویل چې دغه الماس د لاورینس ګراف په نامه یو بریتانوي میلیاردر رانیولی دی.

د سولې الماس

دغي قیمتي ډبري ته د سولې د الماس نوم هغه مهال ورکړل شو چې یو عیسوي کشیش دغه الماس وموند او بیا يې په دې هیله د سیرالیون حکومت ته وسپاره چې د سیمه ایزو پروژو د تمویل له پاره پرې پیسې ترلاسه کړي.

د سیرالیون حکومت د دوشنبې په ورځ بیا ویلي چې دوی به له دې بولۍ څخه ۳،۹ میلیونه ترلاسه شوي مالیاتي تعرفه د څښاک د پاکو اوبو، بریښنا، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او سړکونو په پروژو باندي مصرف کړي. چارواکو همدا راز ویلي دي چې دوی هیله من دي چې په دې خرڅلاو سره به د غربي افریقايي هیوادونو د الماسو له ناقانونه سوداګرۍ سره هم مبارزه وشي.

د «سولي الماس» نوم په اصل کې د «خونړي الماس» د نوم سره د مبارزې له پاره کارول شوی. د «خونړي الماس» اصطلاح د سیرالیون افریقايي هیواد د کورنۍ جګړې پرمهال چې په ۱۹۹۰م کال کې وه، چې پکې به وسله والو له الماسو څخه ترلاسه شوې پیسې د وسلو په رانیولو مصرفولې. په ځینو پیښو کې ځینو ډلو به د دې قیمتي ډبرو د استخراج له پاره غلامان کاریګر ګومارل.

په عین و خت کې تر ۲۰۰۳م کال پورې ملګرو ملتونو له دې هیواد څخه د الماسو پر ټولو صدراتو باندي بندیز ولگاوه، خو بیا هم له دې هیواد څخه الماس نورو هیوادونو ته قاچاقیږي.

یاد هیواد هیله څرګنده کړې وه چې د دې قیمتې ډبرې په عامه بولۍ کې به دوی ۷ میلیونه ډالر ترلاسه کړي. په سیرالیون کې د کونوو ولسوالۍ چېرته چې دغه الماس موندل شوی وو، ولسوال پاول نګابا سکوي، په دې هکله ویلي چې «په دې کار سره به په هيواد کي دننه ټول [الماس] کیندونکي وهڅول شي.»