1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو امریکایي او یو افغان خبریال په هلمند کې ووژل شول

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۷, دوشنبه

دوه خبریالان چې یو یې امریکایي دوید ګیلکي او بل یې افغان ذبیح الله تمنا، نومیده له افغان امنیتي ځواکونو سره هلمند ته د سفر پر مهال د طالبانو په برید کې وژل شوي دي. په دې پیښه کې دوو نورو خبریالاتو ته زیان نه دی رسیدلی.

https://p.dw.com/p/1J10N
Afghanistan NPR-Fotograf David Gilkey und Übersetzer Zabihullah Tamanna gestorben
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Evstatieva

د افغان پوځ ویاند شکیل احمد تسل، ویلي دي چې دوید ګیلکي د «امریکا د عمومي راډیو» یا «ان پي ار» خبریال وو او ذبیح الله تمنا ورسره د انځور اخیستونکي او ژباړونکي په توګه کار کاوه.

تسل زیاته کړې ده چې دغه دوه خبریالان د افغان امنیتي ځواکونو په یوه موټر کې د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ته نزدې په حرکت کې وو چې د طالبانو د یوه ۸۲ ملي متري توغندي هدف وګرځیدل.

په وروستیو وختونو کې افغان امنیتي ځواکونو تر پراخو عملیاتونو وروسته، د مارجې او لشکرګاه تر منځ پرته لاره پرانیستې ده.

د «ان پي ار» راډیو چارواکو ویلي دي چې ۵۰ کلن ګیلکی د داسې یوه کار د ترسره کولو پر مهال ووژل شو، چې ډیره مینه یې ورسره لرله. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې ۳۷ ذبیح الله تمنا، یو مسلکي انځور اخیستونکی وو چې ډیر وخت یې له دې راډیو سره د ژباړونکي په توګه کار کاوه. په دغه برید کې د افغانستان د ملي اردو یو موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

له وژل شویو خبریالانو سره د«ان پي ار» راډیو دوه نور ژورنالیستان هم مل وو، چې په برید کې ورته زیان نه دی رسیدلی.

ګیلکی د افغانستان، عراق، غزې، هایتي، او سویلي افریقا په څیر جګړه او کړکیچ ځپلو سیمو کې د خبریال په توګه کار کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب