1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو امریکایي وگړی د ترهگر برید د ترسره کولو له پاره گرم گڼل شوی

۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/16kvS

یو امریکایي تبعه بوسنیایي وگړی ادیس مدون جانین، چې د نیویارک پر میترو د یوه ځانمرگي برید د تر سره کولو په تور تورن وو، په دغه قضیه کې گرم گڼل شوی دی. په نیویارک کې یوې محکمې دغه کس د عمري بند په سزا محکوم کړ. پر دې اساس مدون جانین تصمیم لاره چې د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر په میاشت کې د القاعدې په دستور د نیویارک په میترو یو ترهگر برید تر سره کړي. ویل کیږي چې له مدون جانین سره دوه تنه نور هم په دغه قضیه کې ملگري وو. دغه دواړو کسانو ته وروستې له هغې چې په سزا کې د کموالي وعده ورکړل شوه، دې ته حاضر شول چې د مدون جانین پر ضد شاهدي ورکړي.