1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو روسی د ښځې په لټه پاکستان ته تللی، خو زنداني شو

۱۳۹۵ فروردین ۱۴, شنبه

یو روسي وګړی چې پاکستان ته د ښځې په لته کې تللی وو، اوس د پاکستاني چارواکو له خوا نیول شوی دی. حکومتي چارواکو ویلي دي چې اوس استخباراتي کارکوونکي له دغه وګړي څخه څیړنې کوي.

https://p.dw.com/p/1IOTp
انځور: DW/F. Khan

د مسکو اصلي اوسیدونکی ۲۸ کلن اپیلګنز وچیسلوف، د پاکستان په چترال سیمه کې داسې کار کړی چې تر دې مخکې يې ښايي هیڅ سابقه نه لرله. هغه یو اعلان پورته کړی وو چې هر هغه کس ته چې د ده د خوښې نجلۍ پیدا کړي ترڅو دې ورسته واده وکړي، د ۹۵۵۰ ډالرو انعام ژمنه شوې وه. دا موضوع د سیمې د پولیسو قوماندان اصف اقبال، تایید کړې ده.

اقبال د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه روسي وګړي د خپل خوب پوره کولو له پآره اسلام هم منلی وو او خپل نوی نوم یې توراد علي، ایښی وو.»

هغه د نجلۍ د موندلو په اړه اعلان په یوه پوستر کې کړی وو چې په چترال کې نصب شوی وو. هغه په دې پوستر کې خپل انځور او د اوسیدو هوټل ادرس هم ایښی وو.

دغه روسي وګړی د چترال له پولیسو سره د خپل ځان د نه ثبتولو په تور نیول شوی دی. یوه سیمه ییز چارواکي هم د دغه روسي تابعه نیول کیدو تایید کړي دي: «هغه غوښتل چې په سیمه کې له یوې نجلۍ سره واده وکړي او همدلته ځای پر ځای شي.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې اوس له دې روسې وګړي څخه پولیس او استخباراتي کارکوونکي څیړنې کوي. زیاته شوې ده چې دغه روسي کس تیر کال د دسیمبر په میاشت کې هم سیمې ته ورغلی وو.

چترال په پاکستان یوه له لیریو پرتو ولسوالیو څخه ده چې د پاکستان او افغانستان پولې ته نزدې پرته ده. په دې سیمه کې د پاکستان اقلیت قوم کیلاش، هم ژوند کوي.