1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو روسی شرکت افغانانو ته کورونه جوړوي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه

افغان حکومت پتېيلې ده چې له یوه روسی شرکت سره تر درو کلونو پوري په افغانستان کې نزدې سل زره نوي کورونه جوړ کړي. روسیه په دغه برخه کې په افغانستان کې پخوانۍ تجربه لري. (انځور له ارشيف نه)

https://p.dw.com/p/179MZ
انځور: Fotolia/ArTo

افغان چارواکي وايي، چي له يوه روسي شرکت سره يې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۲۶) داسي تړون لاسليک کړی دی، چي له مخي یې دغه شرکت په افغانستان کي په سونو کورونه جوړوي.

د ښار او کورجوړولو وزارت چارواکي وايي، چي په لومړي سر کي به د کورونو د جوړولو له پاره د ساختماني مواد د برابرولو یوه فابریکه جوړه شي، چې په زرونو افغانانو ته به پکښې د کار زمينه برابره شي.

د ښار او کورجوړلو وزير حسن عبداللهيد یوه روسي شرکت او افغان حکومت تر منځ د دغې پروژي د پیلیدو تړون په کابل کې لاسلیک شوی دی.

د ښاري پراختیا وزیر حسن عبداللهی وايي، چي دغه سهامي شرکت به په افغانستان کي پنځوس ميليونه ډالره پانگونه وکړي: «دا سهامي شرکت به د روسانو او افغانانو په ګډه همکارۍ په کار پیل وکړي، او موږ تمه لرو چې دغه شرکت به په دریو راتلونکو کلونو کې نزدې سل زره کورونه افغانانو ته جوړ کړي.»

د چارواکو په وینا، دغه فابریکه به په اوو میاشتو کي د ساختماني موادو په تولید پیل وکړي. ویل شوي دي، چې دغه روسی شرکت به په افغانستان کې ساختماني مواد په ډير لوړ کیفیت او ارزانه بیه برابروي او بیا به یې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په واک کې ورکوي.

له بلي خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه په افغانستان کې د بهرنیو شرکتونو پانګونه د هيواد د اقتصاد له پاره ګټوره بولي. د دغي خوني مشر قربان حق جو وایي:

«که افغانستان غواړي چې پر پښو ودریږي، پالیسي او ستراتیژي باید داسي وټاکل شي چې موږ د خپلو اقتصادي ګټو له پاره خپل ګاونډي هیوادونه، د سیمي هیوادونه او د ليري نړۍ هیوادونه په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې ښکېل کړو.»

د روسيي شرکت مشر دیمیتري کمیساروف وايي چې دوی د افغان حکومت او د ښار او کورجوړلو وزارت ملاتړ له ځان سره لري او د خپلو متخصيصو کسانو په را لیږلو سره به په افغانستان کې د کورنو د جوړولو چاري په معیاري ډول پيل کړي.

هغه وویل چې دوی به د دې کار له پاره پرمختللي ماشینونه له مسکو څخه کابل ته انتقال کړي: «د دغي کارخانې په جوړلو سره به افغانانانو ته د عصري ژوند زمینه برابره شي، او هغوی ته به د کلینیکونو، ښونځیو او نورو مرکزونو د جوړلو له پاره کار پیل شي.»

د افغان حکومت د وړاندوینو له مخي چې دمګړی په پلازمینه کابل کې خلک د کورونو له سخت کمښت سره مخامخ دي او د یاد روسي شرکت د کار له پیل سره سم به سل زره اپارتمانونه ودان شي او په ارزانه بیه به د افغانانو په واک کې ورکړل شي.

پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان باندي د يرغل پرمهال یو شمیر مهمي اقتصادي او بنسټیزي پروژې پيل کړې وي، چي د مجاهدینو په راتګ او وروسته د کورنیو جګړو پر مهال له خاورو سره خاوري شوې.