یو شمیر اروپایي هیوادونو د ایران پر وړاندې د نوو بندیزونو غوښتنه کړې ده
۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبهاعلان
بریتانیې، فرانسې او المان په رسمي توگه د اروپایي ټولنې له خوا د ایران د اتومي پروگرام پر وړاندې د نوو بندیزونو د وضع کولو غوښتنه کړې ده. د یوه رپوټ په حواله د نوموړو دریو واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کاترین آشتون څخه تیره اونۍ په یوه لیک کې د تهران پر وړاندې د نورو سختو گامونو د اخیستو غوښتنه کړې ده.