1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو شمیر اوکرایني سرتیري روسیې ته اوښتې دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

په سوونو اوکرایني سرتیري د دغه هیواد له پولې څخه روسیې ته اوښتي دي. کرملین دغه عمل له پوځي خدمت څخه تيښته بللې ده خو په کیف کې بیا چارواکي هغه یو تاکتیکي مانور گڼي.

https://p.dw.com/p/1Cove
انځور: picture-alliance/AP Photo

هم پخپله کیف او هم مسکو دغه خبره منلې ده چې یو شمیر اوکرایني سرتیري له پولې څخه اوښتي دي. خو د دغو سرتیرو د دې کار لاملونو د دواړو اړخونو له خوا بل ډول ښول شوي دي.

روسي چارواکو ویلي دي چې له ۴۰۰ څخه ډیرو اوکرایني سرتیرو په دې هیواد کې سیاسي پناه غوښتې ده ترڅو په راتلونکې کې د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو پر وړاندې جگړه کولو ته اړ نه شي.

د کریملن په حواله په دې ترڅ کې ټول ټال ۴۳۸ اوکرایني سرتیري روسیې ته رسیدلې دي. د روسي سرحدي ځواکونو یوه ویاند د رویتر خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه سرتیري له جگړې ستړي شوي دي او نور نه غواړي چې په هغې کې گډون وکړي.»

په تلویزیون کې د سرتیرو د منل کیدو بهیر ښوول شوی

روسي «ان تي وي» تلویزیون داسې انځورونه خپاره کړي دي چې په کې ډیر شمیر اوکرایني سرتیري د سرحدي ځواکونو په یوه خیمه کې د گوکووا په سیمه کې لیدل کیږي. تر هغه وروسته بیا وویل شول چې ۱۸۰ اوکرایني سرتیرو غوښتنه کړې ده چې هغوی ته اجازه ورکړل شي ترڅو بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. د دې تلویزیون د رپوټ له مخې دغه اوکرایني سرتیري د بسونو په واسطه بیرته خپلو هیوادونو ته لیږدول شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف، په کیف کې له پوځي خدمت څخه د تیښتې په تور د دغو سرتیرو د مجازات کیدو په هکله گواښ وکړ. هغه وویل: «دا په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده چې له هغو کسانو چې له خپلو هیوادونو سره له جگړه کولو په تنگ شوي دي د خاینینو په توگه چلن وشي.»

کیف دغې پیښې ته په بل نظر گوري

د اوکراین حکومت د روسیي دغه څرگندونې په سختو ټکو رد کړي دي خو په عین حال کې یې دا خبره منلې ده چې څو سوه سرتیري یې د روسیې خاورې ته ننوتي دي. د اوکراین د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې ۳۱۱ تنه سرحدي سرتیري یې له بیلتون غوښتونکو سره د جگړې په ترڅ کې مجبور شول چې د روسیې خاورې ته ننوځي.

اوکرایني چارواکو ټینگار کړی دی چې ځواکونو پر شا تگ کړی دی خو هغوی روسي ځواکونو ته نه دي تسلیم شوي. اوکراین ویلي دي چې اوس د دغو سرتیرو د بیرته ستنیدو په اړه مذاکرې روانې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب