1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو شمیر افغان محصلانو د پارلمان دروازه وتړله

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه

د شنبې په ورځ د کابل د تعلیم او تربیې د پوهنتون په سلهاو محصلانو د اعتراض په توګه د افغانستان پارلمان دروازه وتړله. هغوی د دې پوهنتون د نوم د بدلیدو له کبله اعتراضونه کړي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/16HQG
انځور: DW

د نوموړي پوهنتون شاوخوا ۲۰۰ تنو محصلانو د شنبې په ورځ ولیلانو ته پارلمان ته د ننوتو اجازه ور نه کړه. دغه محصلان له یوې اونۍ راهیسې د خپل پوهنتون د نوم د بدلیدو له کبله اعتراضونه کوي. د هغوی د مظاهرو لامل د ولسمشر کرزي په امر د تعلیم او تربیې د پوهنتون د نوم بدلیدل دي.

د دغه پوهنتون نوی نوم «د سولې د شهید برهاندین پوهنتون» دئ چې د ولسمشر کرزي په امر ورباندې ایښودل شوی دئ. که څه هم د دې پوهنتون یو شمیر محصلانو له دې کبله اعتراضونه کړي دي، خو پر دې سربیره هم د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویلي دي چې د پوهنتون نوی نوم به بیرته بدل نه کړي.

یوې تنې محصلې چې خاطره نومیږي او په دې لاریون کې برخه اخیستې ده دویچه ویله ته وویل: «موږ له څلورو کلونو راهیسې د تعلیم او تربیې د پوهنتون تر نوم لاندې خپلې زده کړې پر مخ بیایو او اوس هم موږ ټول خویندې او ورونه له هر قشر او ملیته چې یو غواړو چې د تعلیم او تربیې د پوهنتون تر نوم لاندې خپلو زده کړو ته دوام وکړو.»

خاطرې زیاته کړه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د پخواني مشر له نوم سره کومه ستونزه نه لري او درناوی ئې کوي، خو د هغې په خبره هیڅ کوم محصل نه غواړي چې د پخوانیو گوندونو او جهادي قوماندانو تر نامه لاندې زده کړې وکړي.

معترض محصلان وایي چې تر دې مخکې یو شمیر هیوادونو د تعلیم او تربیې د پوهنتون له پاره یو شمیر تحصیلي بورسونه په پام کې نیولي ول خو اوس چې د دې پوهنتون نوم بدل شوی دئ هیڅ هیواد به ورسره مرسته و نه کړي.

یو بل معترض محصل چې محمد نصیر نومیږي وایي چې پوهنتون د زده کړې ځای دئ او باید په کې سیاسي او سیمه ییز فعالیتونه و نه شي.

معترضو محصلانو ویلي دي چې له یوه اونۍ راهیسې د دې پوهنتون زده کوونکی خپلو درسونو ته نه حاضریږي. نصیر وویل: «موږ څو ورځې مظاهرې وکړي کوم چا زموږ غږ وا نه ورید. اوس مو د پارلمان دروازه تړلې ده چې زموږ غږ واوریدل شي. موږ چا ته د ننوتو اجازه نه ورکوو.»

افغان حکومت د افغانستان د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس برهان الدین، د وژل کیدو په لومړی کلیزه د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون د هغه په نوم و نوموه.

حسین سیرت/ کابل
مسعود جهش/ سید ریاض