1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي اردو سرتیري اروپا ته د تګ په موخه خپله دنده پریښې.

عبدالحمید صافي۱۳۹۴ مهر ۲۹, چهارشنبه

د ملي اردو سرتیرې عصمت الله وایې چې څلور کاله یې په دولت کې کار کړی او ټول یې پيژني. هغه زیاتوې چې خپل ژوند په خطر کې وینې نو له دې امله غواړي اروپا ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/1GsFH
انځور: picture-alliance/dpa

د بلخ ولایت اوسیدونکې عصمت الله هغه ۲۳ کلن ځوان دی چی۴ کاله یی په ملي اردو کې دنده ترسره کړی. نوموړی وایی دا چی د یوه کال راهیسې د ملي اردو د سرتیرو تلفات په بی ساري توګه لوړ شوې دي، ویې غوښتل د ژوندي پاتې کیدو له پاره له خپلې دندې استفاء ورکړي او په قاچاقي ډول ځان اروپا ته ورسوي. عصمت الله له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:

« په ملي اردو کې وم. د زابل ولایت په مرکز کلات ۲۰۵ اتل قول اردو په دویمه لیوا کې مې دنده ترسره کوله. څلور کاله مې په زابل کې په ملي اردو کې تیر کړل. نور نو بس دی وظیفه مې پریښوده، سند یا ترخیص مې ترې واخیست. اوس غواړم اروپا ته ولاړ شم، دلته وضعیت چندان ښه نه دی. څلور کاله ډیر وخت دی چې یو څوک په دولت کې کار کوي ټول یې پيژني چې دا کس په دولت کې وو، نو له دې له پاره ماته خطر متوجه دی.»

عصمت الله داهم وایې چی په غیرقانوني توګه اروپا ته د ورتګ له خطرونو ذهنیت هم لري، خو دا چې په افغانستان کې د ځوانانو له پاره د امنیت په فضاء کې د کار روزگار زمینه نه ده مساعده، دې ته اړ شو چې دغه خطرونه پر ځان ومني او المان ته د تګ پلان ونیسي. د هغه په وینا د لارې د لګښت له پاره یې یوه ټوټه پلرنۍ مځکه چی څو ورونو ته ورپاتې ده هغه پلورلې ده او خپل دغه سفر له پاره یې ۹ زره امریکایې ډالره په پام کې نیولې دي.

عصمت الله دوه ورونه هم لري چې یو محصل او بل یې په ښونځي کې دی. هغه هیله مند دی چې آلمان ته ورسیږي او تر هغه وروسته خپله ټوله کورنۍ هلته ور وغواړي.

د بلخ ولایت دغه ځوان په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ځوانانو تیښتې ته خوښ نه بریښي، خو له افغانستان څخه د ځوانانو وتلو د مخنیوي لپاره حکومت ته داسی وړاندیزکوي.« که د افغانستان وضعیت لکه د اوس په شان پاتې کیږي، نو زه ورته ډیر هیله مند نه یم. حکومت په دوو برخو ویشل شوې دی یو یې یوې خوا ته راکاږي او بل یې بلې ته. باید خلکو ته کاروبار پيدا شي د امنیت غم وخوړل شي. څو چې امنیت نه وي کار نشته، که امنیت ښه شي تجار او سوداگر ټول په افغانستان کې پانگونې ته زړه ښه کوي »

خو داچی عصمت الله سره به چانس یاریي وکړي او که څنګه تر اوسه پورې لا څرګنده. د ګډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ارقامو پربنسټ، له تیرو ۶ میاشتو راهیسی د افغانستان د ناسم سیاسي او امنیتي وضغیت اوهمداشان د وزګارتیا له کبله، په هره میاشت کې کابو سل زره وکړي له دغه هیواد څخه پښې سپکوي، چی ډیرې یې ځوانان تشکیلوي. دغه وزارت دا هم مني چی حکومت تر دمګړې له هیواد څخه د ځوانانو د تیښې په مخینوی کښی پاتې راغلی دی.