1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو لکۍ لرونکی ستوری لمر ته نژدې تیر سو

۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبه

د چوري په نوم لکۍ لرونکی ستوری لمر ته ډیر زیات نژدې تیر سو، چي په ترڅ کي یې ډیر یخی بخار سوی دی. خو داچي د هغه پر سطحه ربوتر (فیلا- Philae) به بیا مخابره وکړي، معلومه نه ده.

https://p.dw.com/p/1GEsE
انځور: picture-alliance/AP Photo/ESA/Rosetta/Navcam

د چوري په نوم لکۍ لرونکی ستوري –67P، چي زموږ د شمسي نظام د کویپېر په دباندني کمربند پوري اړه لري او د هغه پر شاوخوا په ډیره لیري فاصله کي راگرزي، لمر ته یې په ورنژدې کیدو سره ډیر اوږد سفر درلود.

په دغه نژدې کیدو سره په هغه کي دننه سخت او کلک یخی ډیر بخار سوی دی. دغه ستوری په ۱۸۵ ميلیونه کیلومتره فاصله کي لمر ته ورنژدې سوی وو. دا په داسي حال کي ده چي مځکه له لمر څخه ۱۵۰ميلیونه کیلومتره فاصله لري، خو څنگه چي مځکه اتموسفیر لري، نو دلمر له حرارته ساتل سوې ده. دا هم ممکنه ده چي یو وخت دغه ستوری له شمسي نظامه ووزي او د ټکر په نتیجه کي له منځه ولاړ سي.

پر چوري باندي د روزیتافضاي سفینه

روزيتا سپوږمکۍ ستوري ته نژدې
انځور: picture-alliance/dpa/DLR

که څه هم پر چوري باندي د ربوتر (فیلا- Philae) احوال معلوم نه دی، خو بیا هم د کارپوهانو له پاره دا یوه ډیره هیجاني شېبه ده. ځکه هیڅ وخت یو لکۍ لرونکی ستوری دومره نژدې لمر ته نه وو ليدل سوی. د روزیتا په نوم فضایي شپوږمکۍ له یوه کال راهیسي ددغه ستوري پر مدارباندي راگرزي.

له هغه راهیسي روزیتا پر دغه ستوري باندي د یخي اندازه او د هغه بخار ثبتوي او تعقیبوي ئې. خو دا چي هغه اتموسفیر نه لري، نو په ۸۰ سانتي گراد حرارت کي یې په ډیر سرعت سره یخی ویلي او اوبه په بخار تبدیلیږي.

روزیتا په خپلو کمرو او عصري وسایلو سره لمر ته په نژدې کیدو سره هم ددغه ستوري ارقام ثبتوي. خصوصاً د هغه د کیمیاوي تعاملاتو اندازه گیري د کارپوهانو له پاره ډیر په زړه پوري دي.

دغه سپوږمکۍ د سویس د برن پوهنتون له خوا په کار لوېدلې ده. د دغه پوهنتون کارپوهانو لمر ته د چوري په نژدې کیدو سره دا ليدلي دي، چي په دغه وخت کي دوه چندنه کیماوي مواد، لکه کاربن ډای اکسایډ، میتان او نور فضاً ته خارج سوي دي.

روزیتا کولای نه سي له ربوتر(فیلا- Philae) سره تماس ونیسي

Landeroboter Philae
انځور: picture-alliance/dpa/ESA/AOES Medialab

روزیتا د تیر عیسوي کال په وروستيو کي چوری ته د (فیلا- Philae) په نوم ربوتر ورکښته کړ، خو د جرمني د فضأنوردۍ ادارې(DLR) الماني چلونکي نه پوهیږي، چي ایا دغه ربوتر به بیا کار ورکړي او یو وخت به مخابره وکړي اوکه نه.

وروستی وار دغه روبات د جولای میاشتي پر۹ نیټه له سپوږمکۍ سره تماس نیولی وو. تر هغه راوروسته ټوله هغه کوښښونه ناکامه سوي دي، چي له هغه سره بیرته اړیکه ونیول سي. په خپله روزیتا په چوري کي د سختو کیمیاوي تعاملاتو له کبله مجبوره ده، چي په لیري فاصله کي پرهغه باندي راوگرزي.