1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۰۰ کلنه مېرمنه د جنسي تېري وروسته مړه سوه

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۳۱, یکشنبه

يو امريکايي سړی چي نن ۳۷ کاله عمر لري، پر ۱۰۰ کلنې مېرمني د جنسي تېري او وژنې له کبله په عمر بند محکوم سو. ۱۰۰ کلنه قرباني ښځه د جنسي تېري وروسته مړه سوې وه.

https://p.dw.com/p/1JmNl
USA Oberster Gerichtshof mit Flagge auf Halbmast in Washington
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/M. Reynolds

د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼي د راپور په حواله د ۳۷ کلن سړي پر ضد د سزا لومړۍ فيصله د هغه وروسته واورول سوه، چي په کنساس کي د ژيورۍ يوې ډلې تورن کس تېره مياشت مجرم وبلی.

د ورځپاڼي د راپور له مخي تورن کس د ۲۰۱۴ کال په سپتامبر مياشته کي سهار وختي د ۱۰۰ کلنې يوې مېرمني کور ته د غل په توګه ورننوت. دغه مېرمنه په کور کي يوازي اوسېدله او دا چي له کمزورۍ پر پښو سمه نه سوای تللای نو يې د تګ له پاره څلور پښې لرونکي امسا ته اړتیا لرله. غل پر دغې مېرمني جنسي تېری وکړ او دغه مېرمنه د پيښي وروسته د خپلو ګاونډيانو کور ته د مرستي په تلاښ ولاړه.

په روغتون کي طبي مرستندويانو له دغي ښځي سره د خبرو په جريان کي واورېدل چي غل دغه ښځه پوري وهلې او ټکولې ده. دغه زړه مېرمنه د يوې نرسې په وينا ډېره وارخطا وه. وروسته طبي معاينې وښودله چي دغه زړه ښځه د جنسي تېري قرباني سوې او سخته ژوبله سوې وه. غل چي په تېښته کي بريالی سوی ؤ، د DNA يا د ژنيتيکي کوډ د ازموينې په ترڅ کي ونيول سو.

د جنسي تېري قرباني ښځه د دغې پيښي څخه يوه مياشت وروسته مړه سوه. د طبي معاينو له مخي دغه مېرمنه د غل د تېري او بريدونو له کبله د رامنځ ته سوو زخمونو له کبله مړه سوې وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.11.2014):