1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۱۲۰۰۰تنه طالبان وژل، ټپي يا بندي سوي دي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د يوه تازه راپور له مخي روان کال په افغانستان کي نزدې ۱۲۰۰۰ تنه وسله وال طالبان وژل سوي، زخمي سوي يا بنديان سوي دي. راپور په نيويارک کي امنيت شورا ته وړاندي سوی دی.

https://p.dw.com/p/1AKaB
انځور: T.White/AFP/Getty Images

د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۱۸) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تحريمونو کمېټې ته په وړاندي سوي راپور کي راغلي دي چي «که څه هم چي د وسله والو طالبانو د تلفاتو معلومول ډېر ستونزمن کار دی، خو د حکومتي سرچينو په حواله او خپله د طالبانو د شمېرو له مخي اټکل کيږي چي د قربانيانو شمېر دي له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰تنو پوري وي.»

د دغه راپور پر اساس په افغانستان کي زور زياتي په روان کال کي هغي کچي ته ځان ورساوه لکه په ۲۰۱۰ کال کي چي وه. په راپور کي راغلي دي چي وسله وال طالبان په افغانستان کي هيڅ هدف ته نه دي رسېدلي او د عامو خلکو ملاتړ هم نه لري.

په دغه راپور کي د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له خوا په کور کي د جوړېدونکو بمونو په اړه هم خبرداری ورکړل سوی دی. د افغان امنيتي ځواک او ملکي وګړو د قربانيانو ۸۰ سلنه د دغه په کور کي جوړ سوو بمونو له لاس رامنځ ته کيږي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ پکتيکا ولايت کي د سړک د غاړي په يوه ماين چاودنه کي اووه تنه کوچنيان ووژل سول. دغه کوچنيان ټول په يوه کورنۍ پوري اړه درلوده. دوی له کوره څخه د لوبو له پاره يوه ډاګ ته روان ول.

اوس داسي اندېښنې موجودي دي چي ګويا په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سي او دا چي افغان امنيتي ځواک په يوازي سر د ټول هيواد امنیتي مسووليت ته ځواب نسي ويلای.

څه موده مخکي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان په دغه هيواد کي د افغان امنيتي ځواک د مرګ ژوبلي د زياتېدو خبرداری ورکړ.

جنرال جوزيف دانفورد، د انگلستان له گاردن ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي ول چي مخکي تر هغه چي افغان امنيتي ځواک د هيواد ټولي امنيتي چار پرغاړه واخلي پنځه کاله نور هم د نړيوالو ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه ويلي ول: «زه او دغه راز نور قومندانان دې موضوع ته چي د افغان ځواک تلفات په اوونۍ کي نزدې ۱۰۰ تنو ته رسيږي ډير جدي پام اړوو.» هغه زياته کړې ده: «زه فکر نه کوم چي دغه تلفات دي جبران سي.»

جنرال دانفورد وويل: «وخت به دا وښيي» چي آيا ناتو په جون مياشت کي له جنگي رول څخه د «افغان امنيتي ځواک د روزني او مرسته کوني» رول ته د ورگرځېدو له پاره پر حق وه. هغه زياته کړه :«زه فکر نه کوم چي دغه مطلب به سړی نن ووايي.»

په افغانستان کي د ناټو جنرال له گاردن ورځپاڼي سره په مرکه کي زياته کړې ده: «زه اصلاً غواړم چي افغان امنيتي ځواک هغه معيارونه پوره کړي چي نور د بل چا و ملاتړ ته اړتيا ونه لري».