1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۱،۲ میلیونه افغانان د هیواد دننه بې ځایه شوي دي»

آژانسونه / س. ر.۱۳۹۵ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

ایمنسټې انټرنېشنل ویلي دي چې په تېرو درو کلونو کې ۱،۲ میلیونه افغانان د تاوتریخوالي له کبله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. دغه سازمان له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د دغه کړکیچ د مهارولو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1IxUb
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

هغه یو رپوټ چې په کابل کې نن د سه شنبې په ورځ خپور شو پکښې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د جگړې په زیاتیدو سره چې پنځلس کاله یې کیږي، د کور دننه بې ځایه شوو کسانو په شمیر کې هم زیاتوالی راځي. دغه سازمان په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي دي چې ډیر شمیر بې ځایه شوي کسان «په ډارونکي حالت کې د بقا په درشل کې ژوند کوي.»

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا له لوري د خپل رژیم د راپرځول کیدو راهیسې د افغان حکومت پر ضد جگړه کوي. زیاته شوې ده چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې د بهرنیو جنگي ځواکونو تر وتلو وروسته په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی. ملگري ملتونه وایي چې یوازې په ۲۰۱۵م کال کې ۱۱۰۰۲ ملکي کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي چې د زیاتې برخې مسوولیت یې یاغیان پر غاړه لري.

آزمایښتي پروگرامونه هم درول شوي

د بخښنې د نړیوال سازمان په دغه رپوټ کې د فرازنه، حواله ورکړې ده. دغه میرمن د اوو ماشومانو مور ده او له تیرې یوې لسیزې راهیسې په پروان ولایت کې د خپل کور د پریښودو وروسته په کابل کې د بې ځایه شوو کډوالو په کمپ کې ژوند کوي. وروستې له هغې چې څو کاله وړاندې فرزانه خپل خاوند پریښوده، اوس نو هغه د کور یوازینۍ نفقه گټونکي ده.

هغه وایي: «کله چې و نه شې کولای د خپلو ماشومانو مخې ته ډوډۍ کښیږدي، دا له دې بده ده چې هغوی پر ټوپک وویشتل شي.»

د ایمنسټې په وینا افغان حکومت پرې دې نه دی توانیدلی چې آن په هغو ځایونو کې چې نړیواله ټولنه پکښې حضور لري، داخلي بې ځایه شوو کسانو ته رسیدگي وکړی شي. د نوموړي سازمان په وینا په درو ولایتونو هرات، بلخ او ننگرهار کې د بې ځایه شوو کسانو له پاره آزمایښتي پروگرامونه هم درول شوي دي.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي مشاور حافظ احمد میاخیل د ایمنسټې انټرنیشنل ارقام رد کړي دي او ویلي یې دي چې د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر کابو یو میلیون ته رسیږي چې یوازې د جگړې له کبله نه دي اغیزمن شوې بلکې د طبیعي آفاتو لکه زلزلې او سیلابونو له کبله بې ځایه شوي کسان پکښې هم شامل دي.