1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۳۹۰ لمریز کال په افغانستان کې څرنگه تیر شو

۱۳۹۱ فروردین ۱, سه‌شنبه

افغانستان په ۱۳۹۰ لمریز کال کې له ډیرو سیاسي، اقتصادي او پوځي پړاوونو څخه تیر شو. په یوه کلنۍ ارزونه کې په افغانستان کې د دغه کال پېښي داسي ارزول کیدای شي.

https://p.dw.com/p/14Ng6
انځور: dapd

سیاسي پېښي

افغان حکومت ۱۳۹۰ کال له پارلمان سره په سخت تقابل کې پیل کړ. د ټاکنو د پایلو پر سر شخړو د افغانستان پارلمان او د دغه هیواد حکومت د څو میاشتو له پاره پر ځان مصروفه کړل. هغه وخت داسي ښکاره کیده چې د افغانستان پارلمان او د دغه هیواد حکومت ښایي په لنډ مهال کې یو بل ته نزدې نه شي. خو د کال په پای کې پارلمان حکومت ته شین څراخ وښود او د حکومت له خوا وړاندیز شوو ټولو وزیرانو ته ئې د اعتماد رایې ورکړي.

د افغانستان په هکله د بن د دوهم کنفرانس جوړیدل چې پکښي د شاوخوا ۸۵ هیوادونو او ډیر شمیر نړیوالو سازمانونو استازو گډون کړی وو د افغانستان د خلکو له پاره یوه ښه زیری وو. په دغه غونډه کې نړیوالو یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنه تازه کړه. خو په دغه کنفرانس کې نړیوالو د افغانستان هغو ژمنو ته چې د فساد د له منځه وړلو او د ښه حکومت والی په اړه ئې وکړې د شک په سترگه وکتل.

له هندوستان، بریتانیا، فرانسې او ایتالیا له هیوادونو سره د ستراتیژیک سند لاسلیکېدل هم د افغانستان له پاره په نړیواله کچه یوه بریا بلل کیږي.

په ۱۳۹۰ لمریز کال کې یو شمیر سیاسي شخصیتونو ولسمشر کرزی په دې تورن کړ چې له هغوی سره شوي تړونونو ته ئې درناوی و نه کړ او د کرزي پر وړاندي ئې یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ.

یوه بله مهمه موضوع چې په ۱۳۹۰ کال کې ئې افغان حکومت پر ځان مصروف کړ له طالبانو سره د سولي خبري اتري وې. په دغه کال کې طالبانو اعلان وکړ چې په قطر کې به یو سیاسي دفتر پرانیزي او د لومړي ځل له پاره ئې له امریکا سره د سولي د خبرو اترو ته غاړه کښېښودله.

طالبانو وویل چې یوازي به له امریکا سره خبري وکړي. دې خبري د کابل حکومت اندیښمن کړ. خو ولسمشر کرزي بیا هم هڅه وکړه چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې خپله ونډه ولري. که څه هم کرزي ډیره هڅه وکړه خو هغه په دې و نه توانید چې د طالبانو مشران دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره د سولي خبري اتري وکړي. یوازېنی کار چې کرزي وشو کولای دا وو چې د طالبانو او د حزب اسلامي له یو څو تنو مشرانو سره ئې خبري وکړي چې پایلي ئې لا تر اوسه پوري روښانه نه دئ.

د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند د لاسلیکولو له پاره تیاریو هم دواړه هیوادونه د ډیر وخت له پاره پر ځان مصروف کړل. افغان حکومت په کابل کې د دودیزي لویي جرگې په رابللو سره د افغان-امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند له پاره د قومي مشرانو ملاتړ تر لاسه کړ او د دغه سند د لاسلیکولو له پاره ئې د شرطونو یو لوی لیست تیار کړ. په دغو شرطونو کې ځينې ئې داسي هم ول چې د امریکا له پاره ئې منل ناممکنه ښکاري.

امنیتي پېښي

په دغه کال کې د افغانستان له پاره تر ټولو ښه پېښه په پاکستان کې د القاعدي د شبکي د مشر اسامه بن لادن، وژنه وه. دغه پېښه د دې لامل شوه چې د افغانستان هغه ادعا تقویه شي چې یاغیان له افغانستان څخه بهر پټنځایونه لري. په پاکستان کې د اسامه تر وژل کیدو وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې د بل هر وخت په پرتله ډیري خړي شوي.

د امریکايي ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو تر سره کول، په پاکستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو عملیات، د افغانستان د ملي ارودو او پولیسو لا ډیره روزنه او تجهیزیدل د دې لامل شول چې طالبان په ۱۳۹۰ کال کې ډیرې لاس ته راوړنې و نه لري.

په همدې کال کې افغان امنیتي ځواکونو په مستقله توگه لا ډیر عملیات تر سره کړل. په ۱۳۹۰ کال کې په افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر هم پیل شو چې لومړۍ پړاو ئې په بریالیتوب سره پای ته ورسید. پر دې ټولو سربیره هم طالبانو خپلو ځانمرگو بریدونو او د سړک د غاړي ماینونو ایښودلو ته دوام ورکړ چې د ډیر شمیر ملکي وگړو د مرگ ژوبلي لامل شول.

اقتصادي پېښي

افغان حکومت د آزاد بازار پر سیاست تر ډیرو نیوکو وروسته یوه ډله وگومارله چې یو ښه اقتصادي سیاست غوره کړي خو د دغي ډلي د کار پایلي لا روښانه نه دي. په بازار کې د لومړنیو توکو د بیو لوړیدل په ټولنه کې نارضایتونو ته لمن ووهله.

د افغان حکومت عاید د تیرو کلونو په پرتله یو څه زیات شوی دئ خو اوس هم په افغانستان کې د اداري فساد شتون، د امنیت نه شتون او د پانگونو له پاره د ښو قوانینو نه شتون د افغانستان د پرمختگ مخه نیولې ده.

فرهنگي او ټولنیزې پېښي

په ۱۳۹۰ کال کې د عالي زده کړو لس نوې خصوصي مؤسسې پرانیستل شوې. په دولتي پوهنتونونو کې د محصلینو د جذب اندازه د تیرو کلونو په څیر ټیټه پاته ده.

افغانستان په ۱۳۹۰ کال کې د لوبو په برخه کې یو څه لاس ته راوړني درلودلې. په دغه کال کې افغان لوبغاړو وشو کولای چې د نورو کلونو په پرتله په نړیوالو لوبو کې زیات مډالونه تر لاسه کړي.

په دې کال کې کې ډیرو ښځو لوبو ته مخه کړه او په ځينو نړیوالو لوبو کې ئې یو څه مډالونه هم تر لاسه کړل. خو پر دې سربیره هم یو شمیر لوبغاړي دولت پر بې توجهي تورنوي او باور لري چې که حکومت لوبو ته ښه پام کړی وای نو افغان لوبغاړو به لا ډیرې بریاوي درلودلای.

په ۱۳۹۰ کال کې د افغانستان د علماوو شورا یو شمیر اعلامیې خپري کړې چې پکښي د ښځو پر وړاندې یو شمیر محدودیتونه راغلي ول. په دې کال کې د ښځو یو شمیر فعالو سازمانونو د افغانستان د علماوو پر شورا نیوکي وکړې او ویویل چې افغان حکومت غواړي له دې اعلامیو سره طالبانو ته شین څراخ وښیي.

افغانانو ۱۳۹۰ کال د افغان حکومت او نړیوالي ټولني کړو وړو ته په کتو سره د تیرو کلونو په څیر له خوشبینيو او بد بینیو سره پای ته ورساوه.

احمد ضیا رفعت/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض