1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۳۹۳ هجري شمسي کال ته یوه لنډه کتنه

خلیل الرحمن امید ۱۳۹۴ فروردین ۱, شنبه

افغانستان پروسږکال د ډیرو چلنجونو سره مخامخ ؤ. د خارجي قواوو وتل او افغانانو ته دامنیتي مسؤلیت سپارل ډير مشکلات رامنځته کړل. د بلي خوا د واک سیاسي انتقال هم دغه هیواد په حساس حالت کي راوستلی ؤ .

https://p.dw.com/p/1Euxb
انځور: Reuters/Omar Sobhani

که څه هم افغانان په ۱۳۹۳ هجري شمسي کي د یوه اقتصادي رکود سره مخامخ سول ،خو بیا هم هغه پیشبینی غلطه راوخته چی پر اساس به یې افغانستان یوواربیا دداخلي جنگ میدان وگرزي .
ځینو کسانو داسي فکر کاوه چې افغانان نسي کولی د خپلې خاوري څخه دفاع وکړي او د قدرت سیاسي انتقال تر سره کړي.
په دغه هیواد کې د ناټو د قواوو وتل د پخواني شوروي اتحاد د قواوو د وتلو سره مقایسه سوی ؤ ،او ویل کېدل چې د ناټو په وتلو سره به یواربیا داخلي جنگ رامنځته او دغه هیواد به د بدبختیو خواته کش کړي .
د ۱۳۹۳ کال انتخاباتو که څه هم د جعل کاریو له کبله خپل اعتبار د لاسه ورکړ ،خو د بین امللي ټولنې په منځگړیتوب د ملي یوالي حکومت رامنځته سو او لا تر اوسه پوري ادامه لري .

ستونزمن انتخابات

پروسږکال همدا ورځي افغانانو د انتخاباتو د لاري دسیاسي سوله ییز انتقال لپاره امادگي نیوله. ټاکل شوې وه چې د افغانستان یو جمهوررييس دقدرت انتقال د انتخاباتو د لارې بل جمهوررييس ته وسپاري. معاصر تاریخ ته په کتو سره هیڅ پاچا او جمهوررييس په خپله خوښه واک نه دی سپارلی، یا په زور ليري سوی او یا یې هم نړۍ پرې ایېښې ده، خو دا ځل د واک سوله یېز انتقال ترسره سو.

افغانان د ۱۳۹۳یم هجري شمسي د حمل پر ۱۶مه نېټه د رایو ورکولو لپاره په ډلو ډلو د کورونو څخه راووتل او اتو کاندیدانو ته یې رایه ورکړې. د دغو انتخاباتو نتایج د ثور د میاشتې پر ۲۵مه معلوم سول او هیڅ یوه کاندید هم پنځوس جمعه یو رایې نه وې پکښي تر لاسه کړي ، چې له کبله یې انتخابات نهايي مرحلې ته ورسیدل .

وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییس محمد یوسف نورستاني داسي اعلان وکړ:« د انتخاباتود شکایتونو د کمېسیون تر پرېکړې وروسته معلومه شوه چې هیڅ یو کاندید د اساسي قانون د ۶۱مې او د انتخاباتو د قانون د ۲۰ مې مادې پر اساس د ټولو رایو څخه تر پنځوس فیصده ډېري رایي نه دي پلاس راوړي. نو له همدې کبله مشخصه شوه چې انتخابات باید دوهمی او نهايی مرحلې ته وغزیږي .»

مشکلي دورې ته تګ

که څه هم د اولي مرحلې څخه معلومه شوه چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي ،نو دوهمه دوره لا نوره هم حساسه سوه . په دې مرحله کي خلکو ډېره هڅه کوله چې ددوو کاندیدانو څخه د خپلې خوښ کس جمهورريس کړي.
په نهايی انتخاباتو کي د رایو ورکوونکو ګوتې پرې شوې، په ځینو سیموکې وسله والو طالبانو د رایې ورکولو اجازه ورکړه، په خوست کې یو کس د خپلې لور د مړینې څخه خلک خبر نه کړل ،تر څو په انتخاباتو کې ګډون وکړي‌ او داسې نورې پېښې پکښي رامنځته شوې.


د نهايی انتخاباتو په لمړۍ ورځ که څه هم دواړو کاندیدانو د انتخاباتو له ترسره کېدو څخه خوښي وښوده، خو څو وروځې وروسته د عبدالله عبدالله ټيم د انتخاباتو د جریان سره مقاطعه اعلان کړه او ویې ویل چې په انتخاباتو کې سیسټماتيکې جعل کارۍ سوي دي .

Demonstration in Kabul Wahlergebnisse Präsidentschaftswahl
انځور: DW/H. Sirat


هغه ددې پړاو د لمړنیو نتایجو تر اعلان وروسته د انتخاباتو کمېسیون او جمهوري ریاست ماڼۍ په ځینو لوړ پوړو چارواکو پوري اړوند ږغونه خپاره کړل چې د درغلیو امر پکښې شوی ؤ.


په دې وخت کې حالاتو بله بڼه اختیار کړه: د هیواد په شمال کې وسله والو ډلو او پخوانیو توپک سالارانو آن د نوو جنگو اعلان وکړ. خلک ډیر په تشویش کې سول. دا وخت د کابل په شمالي سیمو کې هم ځینو کسانو په لاریونونو کې وسلې ښکاره کړې او د خلکو په ځورولو لاس پورې شو. دا ستونزې د دواړو ټیمونو تر منځ ورځ تر بلې ډېرېدې چې نړیوالې ټولنې پکښي مداخله وکړه او سفارتونو ددواړو کاندیدانو سره لیدنه کتنه پیل کړه .


په عین وخت کي د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم کابل ته سفر وکړ او ددواړو کاندیدانو سره تر لېدو کتو وروسته د ملي یوالي حکومت پر جوړېدو موافقې ته سره ورسېدل. اشرف غني د افغانستان د نوي جمهورريس په توګه لوړه وکړه چې د افغانستان لپاره به یو وفادار جمهورريس وي. « د لوی الله په نامه لوړه کوم چې د اسلام د مقدس دین اطاعت او د هغه ملاتړ کوم. اساسي او نور قوانین رعایت او د هغوی د پلي کېدو څخه ساتنه کوم، د خپلواکۍ،‌ملکي حاکمیت،‌ او خپلي خاوري، د خلکو د ملي ګټو او حقونو څخه به ساتنه کوم. د لوی الله په کومک او د خلکو په ملاتړ به د افغانستان د خلکو د نېکمرغۍ او سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوم. ومن الله توفیق.»


د امنیتي تړون لاسلیک

د ملي یوالي دحکومت په دوهمه کاري ورځ د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننیګم د دواړو هیوادونو تر منځه امنیتي تړون لاسلیک کړ. د دغي موافقې سره که څه هم ځیني کسان مخالف وه، خو بیا هم د امنیتي برخې لپاره هیله مندي پکښې ډیره شوه. تر دې دمخه د طالبانو جبهه يي‌ جنگو خلک په تشویش کې کړي وه او فکر کیدی ، چې بیا به بې امنیتی رامنځته او جنگونه زور واخلي.

Afghanistan Sicherheitsabkommen mit den USA
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images


د جمهوررييس حامد کرزي د حکومت پر مهال هغه د امریکا څخه د سولې راوستلو په مقابل کي د امنیتي موافقې لاسلیک منلی ؤ، خو امریکایانو دا نه منله. د یاد امنیتي تړون نه امضأ کول ددې سبب سو ،چي ډیر تجاران د افغانستان څخه خپلې سرمایې وباسي او افغانستان د یوه اقتصادي رکود سره مخامخ سي .

اوسنی اقتصاد


سره له دې چې افغانستان د انتخاباتو پر مهال د یوه اقتصادي رکود سره مخامخ شو، خو بیا هم جمهورريس غني د اقتصادي پیاوړتیا لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړ.

هغه چین او پاکستان ته د خپلو سفرونو او دلندن دکنفرانس پر مهال د خصوصي سکټور ګڼ شمېر استازي د ځان سره بوتلل او په مختلفوبرخو کې یې ژمنې تر لاسه کړي دي.


د واخان بندر جوړېدل، د پاکستان سره د ترانزیټ په برخه کې د مشکلاتوپر هواري موافقې، او د ترکمنستان سره د برېښنا په برخه کې موافقې یې د یادونې وړ بلل کیږي.


د سولې پروسه


جمهورريس محمد اشرف غني هم د مخکني جمهورريس حامد کرزي په ډول سوله د خپلو لمړيتوبونو په سر کې راوستلې ده، او د همدې هدف لپاره یې عربستان، چېن او پاکستان ته سفرونه وکړل.


خو د اشرف غني سفر د حامدکرزي د سفرونو سره ددې کبله متفاوت ؤ، چې غني د پاکستان د ملکي مشرانو تر څنګ د نظامي مشرانو سره مستقیمأد سولې په هکله خبري وکړې.


د دلوې په میاشت کي افغانستان شپږ تنه محصلين د نظامي زده کړو لپاره پاکستان ته په داسې حال کي ولېږل چې تر دې دمخه جمهورريس کرزي د پاکستان د ټینګار سره سره یاده غوښتنه رد کړې وه.

د داعش راڅرګندېدل

د ۱۳۹۳ کال په ژمي کې د اول وار لپاره د پارلمان وکیلانو خبر ورکړ چې په هلمند، زابل او فراه کي د اسلامي دولت یا داعش ډلې غړي پیدا شوي دي. دداعش ډلي پلویانو په لوګر کې پر یوه زیارت باندي برید وکړ او خلکو ته یې وویل چې نور باید زیارتونو ته تګ بند شي.

جنگونو زور اخیستی دی
وروسته تر هغه چی خارجي قواوو افغان امنیتي ځواکونو ته امنیتي مسؤلیت وسپاری، په ډیرو سیمو کې جنگو جبهه اي شکل واخیسته: د هلمند د سنګین دولسوالۍ څخه نیولې،بیا د بدخشان،‌ ننګرهار، لوګر، فاریاب ،کندز په ځینو سیمو او د کنړ د دانګام په ولسوالۍ کې وسله والو خپل زور و ازمویه.
په ۱۳۹۳ هجري شمسي کي تر ټولو لویه مرګ ژوبله افغان امنیتي ځواکونو، ملکي خلگو او وسله والو طالبانو ته واوښته.