1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۴ سوه مهاجر په مدیترانه کې له ډوبیدو ژغورل شوي

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

د ایټالیا د ساحلي ګارد په حواله د نوامبر میاشتې په ۲۸ نیټه د مدیترانې په سمندر کې ۱۴۰۰ سوه مهاجر په اوبو کې له ډوبیدو ژغورلي شوي. په روان کال کې د سمندر له لارې ایټالیا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر ډیر لوړ شوی.

https://p.dw.com/p/2TSeY
Libyen Flüchtlinge Rettung Schiff Poseidon
په روان کال کې د سمندر له لارې ایټالیا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر د ریکارډ اندازې ته رسیدلی.انځور: Reuters/Swedish Coast Guard

د ایټالیې د سمندري ځواکونو د مرستندویه کارونو تنظیمونکي ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یوه ستونزمنه ورځ وه، خو شکر دی چې د مرستندویه ادارو په کومک ټول مهاجر وژغورل شول.»

د سمندري سفر له پاره د نا مناسبو کیشتیو کارونه او تر اندازې د زیاتو کسانو سپرلو له امله که څه هم دغه سفر په دوبي کې هم خطرناک وي، خو د یخنۍ په موسم کې د سړۍ هوا له کبله د انسان د بدن د حرارت درجه کمیږي او ځواکمنو سمندري څپو له امله دغه خطر نور هم زیاتیږي.

تیره ورځ د مهاجرو په ژغورنه کې د ایټالیې، آیرلینډ او مرستندویه سازمانونو کیشتیو برخه اخیستې وه. پر دې سربیره یو شمیر سوداګریزو کیشتیو هم په دغه ماموریت کې برخه اخیستې وه. دغه مهاجر په یولسو لویو او دوو کوچنیو کیشتیو کې سپاره ول.

ایټالوي چارواکي وایې چې په روان کال کې د سمندر له لارې ایټالیا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر د ریکارډ اندازې ته رسیدلی، دا په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال پای ته رسیدولو له پاره یوه میاشت باقي پاتې ده.

په ۲۰۱۶ کال کې تر اوسه پورې د مدیترانې سمندر له لارې ایټالیا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر ۱۷۱۰۰۰ ښودل شوی، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال د پخواني کلني ریکارډ له مخې ۱۷۰۱۰۰مهاجر د سمندر له لارې دغه هیواد ته داخل شوي ول. 

د ایټالوي چارواکو په حواله تیره ورځ ژغورل شوي کسان په دغو شمیرو کې نه دي شامل کړای شوي. د مدیترانې سمندر له لارې ایټالیا ته د ورتلونکو مهاجرو لوي اکثریت د افریقایې هیوادونو اتباع تشکیلوي.

د دغو مهاجرو سفر د لیبیا له ساحل څخه پیلیږي چې د دې کار له پاره دوی قاچاقبرانو ته څو سوه ډالره پیسې ورکوي. ډیر شمیر پناه غوښتونکي د شمالي اروپایې هیوادونو په نیت ایټالیا ته ځان رسوي. اکثره دغه مهاجر سویډن او آلمان ته د ځان رسولو په هڅه کې وي.

د مهاجرت نړیواله اداره او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې په روان کال(۲۰۱۶)م کې په مدیترانه کې د ډوبیدونکو یا لادرکه شوو کسانو شمیر ۴۶۹۰ تنو ته رسیدلی دی.