1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوماند وزیرانو له پارلمان څخه د باور رایې واخېستې

خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ فروردین ۲۹, شنبه

د افغانستان پارلمان ۱۶ هغو کانديد وزیرانو ته چې څه موده وړاندې ورته ورپېژندل شوي وو د باور رایه ورکړه. په کابينه کي اوس یوازې د دفاع وزارت پوست خالي دی.

https://p.dw.com/p/1FAVv
انځور: picture alliance / dpa

د ۷ میاشتو په تېرېدو سره حکومت یوازې اته رسمي وزیران درلودل خو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د اپريل ۱۸مه) شپاړس نورو وزیرانو هم له پارلمان څخه د باور رایې په تر لاسه کولو سره یاده تشه ډکه کړه.

تر دې وړاندې ډېری وزارتونه د سرپرست وزيرانو له خوا کنټرولېدل چې د خلکو په وينا هومره اغېزمن نه ول. خلکو په وار وار شکایت وکړ چې رشوت او بې باوري په حکومت کې ډېره شوې ده.

وړاندې له دې چې د پارلمان غړي وزیرانو ته د باور رایه ورکړي نږدې ټول په دې باور وو چې وزیران باید رایه تر لاسه او حکومت له دې پاشلي حالت څخه راووځي.

د ولسي جرګې په تالار کې د شنبې په ورځ یوازې ۲۳۹ استازو ګډون درلود او ۱۶ وزیرانو ته یې د باور رایه ورکړه. د شنبې په غونډه کې د هر نوماند وزیر له پاره ۱۲۰ رایې د بریا حد ټاکل شوی و.

ولسمشر ته مبارکي

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د شنبې د غونډې په پای کي د رایو پایله داسې اعلان کړه:« له ۱۶ نوماند وزیرانو څخه ټول د ولسي جرګې د باور وړ وګرځېدل. نو په دې سبب بېله دفاع وزارت څخه نوره ټوله کابینه بشپړه شوه. د کابینې د دې بشپړتیا مبارکي ښاغلي ولسمشر ته وایم.»

د افغانستان ولسي جرګې نوماند وزیران تائيد کړل

ګلاب منګل د ۱۸۸ تائيدي ۲۸ رد او ۱۳ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د اقوامو، ‌قبایلو او سرحدونو وزیر وټاکل شو.

عبدالبصیر انور د ۱۳۸ تائيدي، ۶۵ رد پنځه باطلو او ۱۳ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د عدلیې وزیر.

عبدالرزاق وحیدي د ۱۵۹ تائیدي، ۵۳ رد، ۵ باطلو او ۲۸ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د مخابراتو وزیر.

محمدالله بتاش د ۱۷۶ تائیدي، ۳۲ رد، ۶ باطلو او ۲۵ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د ټرانسپورټ وزیر.

سلامت عظمي د ۱۵۵ تائیدي، ۶۰ رد او ۲۳ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیره.

محمود بلیغ د ۱۶۸ تائیدي، ۳۸ رد، ۸ باطلو او ۲۳ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د عامه ټولګټو یا فواید عامې وزیر.

دلبر نظري د ۱۳۱ تائیدي، ۷۰ رد، ۹ باطلو او ۲۷ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د ښځو چارو وزیره.

نسرین اوریا خېل د ۱۶۹ تائیدي، ۴۹ رد ۲۱ سپینو او ۵ باطلو رایو په تر لاسه کولو سره د کار او ټولنیزو چارو وزیره.

سید سعادت منصور نادري د ۲۰۲ تائیدي، ۱۸ رد، څلور باطلو او ۱۰ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د ښار جوړونې وزیر.

عبدالستار مراد د ۱۵۲ تائیدي، ۵۱ رد، ۶ باطلو او ۲۹ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د اقتصاد وزیر.

عبدالباري جهاني د ۱۲۰ تائیدي، ۶۶رد او ۳۵ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر.

همایون رسا، د ۱۷۰ تائیدي، ۳۹ رد، ۲۴ سپینو او ۵ باطلو رایو په تر لاسه کولو سره د سوداګرۍ او صنایعو وزیر.

فریده مومند د ۱۸۴ تائیدي، ۳۱ رد او ۱۸ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د لوړو زده کړو وزیره.

اسدالله ضمیر د ۱۹۲ تائیدي، ۲۸ رد، ۱۵ سپینو او څلور باطلو رایو په تر لاسه کولو سره د کرهڼې او مالدارۍ وزیر.

اسدالله حنیف بلخي د ۱۶۱ تائیدي، ۲۷ رد، ۲۴ باطلو او ۲۵ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د پوهنې وزیر.

علي احمد عثماني د ۱۳۸ تائیدي، ۳۶ رد او ۲۹ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره وتوانېد چې د اوبو او برېښنا وزرات ته بریالی وزیر شي.

ولسمشر غني او اجرائیه ریئس عبدالله ویلي دي چې د کابینې تر بشپړېدو وروسته به والیان او سیمه ییز چارواکي هم پر دندو وګوماري. تر دې مهاله نږدې ټول ولایتونه د سرپرستانو له خوا پر مخ وړل کیږي او ځینو یې د کمو صلاحیتونو له کبله استعفا هم ورکړې ده.

د پارلمان دروازې مخ ته لاریون

د شنبې پر سهار وړاندې له دې چې د پارلمان غړي خپلو دندو ته لاړ شي یو شمېر کسانو د ولسي جرګې درې واړه دروازې په انساني ځنځیر تړلې وې. او غوښتنه یې کوله چې باید ۳۱ تنه تښتول شوي افغانان بايد آزاد کړای شي. دغو لاریون کوونکو ویل هغوی به بیا بیا د پارلمان مخې ته ورشي او استازو ته به تر هغه اجازه ور نه کړي‌ چې تښتول شوي کسان نه وي راخوشي شوي.

Demonstration in Kabul Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

د لاریون کوونکو له ډلې عارفه پیکار وویل: «موږ دلته راغلي یو تر څو حکومت مو جدي ونیسي او که یې بیا هم زموږ خبرو ته غوږ ونه نیو نو اجازه به ور نه کړو چې د پارلمان غونډې تر سره کړي. موږ غواړو حکومت فلج کړو، موږ څنګه چې ثبات راوستلی شو همداسې بې ثباتي هم رامنځ ته کولای شو.»

د پارلمان ځینو استازو او لاریون کوونکو له وروستي امنیتي حالت څخه شکایت وکړ او ویل یې چې باید حکومت په امنیتي برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. بل پلو ولسمشر د تښتول شویو کسانو کورنیو ته ډاډ ورکړی دی چې حکومت به د دغو کسانو په راخلاصون کې خپلې ټولې هلې ځلې تر سره کړي.