1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۶ نوماند وزیران به سبا د ولسي جرگې تائيد له پاره معرفي شي

خلیل الرحمان امید۱۳۹۴ فروردین ۲, یکشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ۱۶ تنه نوي نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې تر لاسه کولو له پاره ور وپېژندل او پخپله له اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله سره امریکا ته په سفر روان شو.

https://p.dw.com/p/1EvEB
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

ولسمشر غني د نوي کال( ۱۳۹۴لمریز) په لمړۍ ورځ د ۱۶ تنو نوماند وزیران لیست لاسلیک کړ چې ولسي جرګې ته به د باور رایې تر لاسه کولو له پاره وړاندی شي.

دغه ۱۶ کسان به سبا دوشنبه په پارلماني چارو کې د حکومت د وزیر غلام نبي فراهي له خوا ولسي جرګې ته ور وپېژند شي او ورسره جوخت به خپل اسناد هم د ولس استازو ته وسپاري.د هغو نوماند وزیرانو نوملړ چې د ارګ له خوا معرفي شوي دي څلور تنه په کښې ښځینه نوماندانې دي.

همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت
عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
اسدالله ضمیر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت
محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت
انجنیر محمود بلیغ د فواید عامې وزارت
عبدالستار مراد د اقتصاد وزارت
ډاکټر محمدالله بتاش د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت
اسدالله حنیف بلخي د پوهنې وزارت
سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې چارو وزارت
ډاکټر عبدالبصیر انور د عدلیې وزارت
پوهنیار عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
او علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارت
مېرمن دلبر نظري د ښځو چارو وزارت ته
پوهندوې مېرمن سلامت عظیمي له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت
ډاکټره فریده مومند د لوړو زده کړو وزارت
ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت

د ملي یوالي حکوت د ټاکنو تر جنجالونو وروسته، دویمه لویه ستونزه تر دې مهاله د کابینې نه پېژندل په کوته کیږي.

سوله او کابینه
د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وايي کابینه ځکه دومره ځنډېدلې چې له وسله والو مخالفینو سره خبرې اترې روانې دي. ایوبي وايي پر نویو پېژندل شویو کسانو هم بشپړ باور نه لري چې‌ د ولسي جرګې له خوا به د باور رایه تر لاسه کړي. هغه زیاتوي که دا ځل هم حکومت داسې کسان ورپېژندلي وي چې د پارلمان باور تر لاسه نه کړي‌، نو دا په دې مانا ده چې له طالبانو سره د خبرو پایله اوس هم نه ده مالومه او حکومت تر هغه مهال کابینه ځنډوي.

Afghanistan Parlament
انځور: DW


ایوبي وايي د سولې له خبرو اترو پارلمان او عام ولس نه دی خبر چې په کومو شرطونو افغان مشران له طالبانو او پاکستان سره د سولې مذاکره کوي. خو غوښتنه یې وکړه چې حکومت باید د پردې تر شاه د سولې د خبرو په ټولو اړخونو پارلمان خبر کړي.

هغه وايي دا چې د افغانستان نورو سیاسي مخالفو حزبونو ته وزارتونه ورکړل شوي طالبانو ته دې هم ورکړل شي. نوموړی وایې که په یوه وزارت سوله راتلی شي ولسي جرګه به یې مخالفت ونه کړي.

ایوبي زیاته کړی:« که چېرې په افغانستان کې په یوه وزارت باندې سوله او امن راځي زه فکر نه کوم چې ولسي جرګه به یې مخالفت وکړي، البته په داسې حال کې چې سوله افغاني وي، د ملي ارزښتونو خلاف نه وي، د افغانانو د ملي موجودیت خلاف نه وي او د ولایتونو د وېش لامل نه شي.»

افغان حکومت د پارلمان تر ژمنیو رخصتیو وړاندې د ۲۵ تنو نوماند وزیرانو نوم لړ ولسي جرګې ته وړاندې کړ چې په پایله کې یې د اسنادو تر څېړنې وروسته یوازې اتو تنو د باور رایه تر لاسه کړه.

د نوماند وزیرانو په نوي نوم لړ کې د دفاع وزارت له پاره کوم نوماند نه دی مشخص شوی او پارلمان وايي د امنیتي برخې له پاره باید تر ټولو وړاندې کسان مشخص شي.

خو په پارلماني چارو کې د حکومت وزیر وايي د دفاع وزارت له ‌پاره به هم په نږدې وخت کې نوماند مشخص شي او ولسي جرګې ته به د باور رایې تر لاسه کولو له‌ پاره ور وپېژندل شي.