1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« ۱۸۰۰۰۰ انسانان وژل سوي او ۵۰ ميليونه مهاجر سوي»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۲۷, چهارشنبه

په داسې حال کې چې لویدیځه نړۍ له سولي څخه برخمنه کیږي، په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې کړکیچونه لاپسې زور اخلي. په دې تړاو د سولي نړیوال شاخص، کلنی بیلانس هيښوونکی دی.

https://p.dw.com/p/1FiaA
انځور: picture-alliance/Zuma/Medyan Dairieh

د یوې څېړني له مخې په نړۍ کې له سولي څخه د برخمنو سیمو او د کورنیو جگړو ځپلو هیوادونو تر منځ توپیر مخ پر زیاتیدو دی. د آسترالیا د اقتصاد او سولي انستیتوت (IEP) د سولې په خپل کلني بیلانس کې په ۱۶۲هیوادونو کې پرمختگونه د نورو ډیرو شاخصونو په مرسته ارزولي دي.

په دغه څیړنه کې په یوه هیواد کې له تاوتریخوالي ډک کړکېچونه، ور سره تړلی د کډوالو شمیر او همداشان تر هيواد دباندي کړکېچونو کې ونډه اخیستل شامل دي. پر دې سربیره په دغه شاخص کې د وژنو کچې، ټولنیز امنیتي عواملو او پوځي لگښتونو ته هم اشاره شوې ده.

د هغې پایله داسې ده چې په ۸۱ هیوادونو کې د ۲۰۱۳م کال په پرتله وضعیت سوله ییز شوی دی او په ۷۸ هیوادونو کې وضعیت لا پسي خراب شوی دی. پر دې سربیره په درو هیوادونو کې وضعیت بدلون نه دی موندلی.

د سوریې وضعیت تر ټولو کړکیچن دی

د دغي څېړني له مخې تر ټولو زیات په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې يو شمېر هيوادونه کړکېچونو او تاوتریخوالي اغیزمن کړي دي. په دغو هيوادونو کې وضعیت دومره خراب دی چې له ۲۰۰۸م کال راهیسې یې ساری نه لیدل کیږي.

د سوریې وضعیت تر ټولو خراب بلل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې دغه کورنۍ جگړې ځپلي هیواد لا تیر کال د عراق او افغانستان څخه خراب وروستی دریم مقام خپل کړی وو. د نوموړې انستیتوت کارپوهانو په څرگند ډول د لیبیا وضعیت مخ پر خرابیدونکی بللی دی چیرې چې افراطي ډله «اسلامي دولت» سترې ناکرارۍ او بې ثباتۍ ته لمن وهي.

سوله ییزه اروپا

په پرتله ییزه توگه برعکس په څرگند ډول اروپا په ښه وضعیت کې ده. درې اروپایي هیوادونه آیسلنډ، ډنمارک او اتریش د سوله ییزو هیوادونو په لومړي سر کې ځای لري. آلمان په ۱۶ مقام کې قرار لري، خو د اروپا سوله یزه لویه وچه په تیرو میاشتو کې د آخ او ډب له ځینو پیښو سره مخامخ شوې ده.

څیړنو ښوولې ده چې د بیلگې په توگه د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ میاشت کې په پاریس کې د طنزي مجلې «چارلي ابدو» پر دفتر یرغل او تر هغې لږ څه وروسته په کوپنهاگن کې ترهگر برید په اروپا کې د ترور د خطر د زیاتیدو د نمونو په توگه یاد شوي دي.

د ترور او جگړې لا ډیر قربانیان

په ۲۰۱۴م کال کې مجموعا ۲۰۰۰۰ انسانان ترور شوي، چې دا د تیر کال په پرتله نهه سلنه ډېرښت ښيي. له دې څخه تر ټولو زیات اغیزمنو شویو هیوادونو کې عراق، افغانستان، پاکستان، نایجیریا او سوریه راځي.

په عراق، یمن، او سوریه کې سخت کړکیچونه او همداشان د وسله والو کړکیچونو تعقیب هم د مرگ ژوبلې د ډېرښت سبب شوي دي. دغه څیړنه اټکل کوي چې په دغسو کړکیچونو کې په ۲۰۱۴م کال کې ۱۸۰ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یوازي په سوریه کې کابو ۷۱۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.

همداشان سوریه د جگړې او کډوالو د شمیر له کبله هم په لومړي سر کې ځای لري. د دغه انستیتوت د څیړنو له مخې په تیر کال کې په ټوله نړۍ کې تر۵۰ میلیونو زیات انسانان د تاوتریخوالي ډکو کړکیچونو له کبله یا د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي او یا هم په خپل هیواد کې له خپلو ټاټوبو څخه بې ځای شوي دي. دا تر دوهمي نړیوالي جگړې وروسته د بې ځایه شوو کسانو لوړ شمیر ښيي.

Karte Global Peace Index