1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۸۰ تنه پولیس تر روزنې وروسته فارغ شول

۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبه

دشمال زون د ۳۰۳ پامیر قوماندانۍ د پولیسو له رونیز مرکز څخه ۱۸۰ تنه عسکر دساتنمنۍ په رتبه فارغ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ئې سندونه تر لاسه کړل.

https://p.dw.com/p/142ck
انځور: DW

دغه سرتیري چې دکورنیو او بهرنیو استادانو له خوا روزل شوې دي، په شمال زون کې به د ملي پولیسو په چوکاټ کې دندې پر مخ بوځي.

په شمال زون کې د ملي پولیسو چارواکي د سرتیرو د روزنې لړۍ ښه بولي خو د پوځي تجهیزاتو له کمښت څخه اندیښنه لري.

د ۳۰۳ پامیر قوماندانې ویاند لعل محمد احمد زی، ویلي دي چې دغه سرتیري د شمال او شمال ختیځو ولایتونو د ملي پولیسو له قطعاتو څخه ول، چې د څلورو میاشتو په اوږدو کې د افغان، امریکا یي او فرانسوي روزونکو له خوا په مسلکي ډول روزل شوي دي:

« دغه فارغ شوي سرتیري هغه کسان دي چې تر نهم او دولسم ټولګیو پورو ئې زده کړې کړې دي. دغه کسان د جلب او احضار قوماندانې له خوا جذب او تر څلورو نیمو میاشتو روزنې وروسته د دوهم ساتمن په رتبه فارغ شول.»

احمدزي زیاته کړې ده چې دغه ساتنمنان به په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې دندې تر سره کړي.

له بلې خوا فارغ شوې سر تیري هم له فراغت څخه خوښي ښیې او هیواد ته د ښه خدمت هوکړه کوي او له ځوانانو څخه غواړي چې د پولیسو له لیکو سره یو ځای شی.

د شمال زون د ۳۰۳ پامیر قوماندانې چارواکي وایي چې د پولیسو له اکاډمې څخه د فارغ شوو سرتیرو شمیر تر زرو تنو اوښتی دئ او د زدکړو دغه لړی لا هم دوام لري.

چارواکي هیله مند دي چې تر ۲۰۱۴م کاله پورې به د ملي پولیسو ظرفیت لوړ او دوی به په دې وتوانیږي چې په هیوا د کې د بهرنیو ځواکونو تشه ډکه کړي.

په شمال کې د ملې پولیسو چارواکي د دغو سرتیرو د زده کړو لړۍ ښه بولي خو هغه څه چې دوی ئې اندیښمن کړي دي د مدرنه وسلو او تجهیزاو کمښت دئ. دوی له مرکزي دولت او نړیوالۍ ټولنې څخه د پوځي تجهیزاتو او وسایلو د برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

عبدالحمید صافی/ مزار شریف
کتونکی: سید ریاض