1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۱۲ کال د افغان ځواكونو له پاره مهم او له خطره ډک دئ

۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبه

یو شمیر افغان كارپوهان وايي ۲۰۱۲ کال افغان ځواکونو ته ډیر مهم او له خطره ډک دئ. د دغو چارواکو په حواله افغان ځواکونه باید په دغه کال کې خپل جنګي ظرفیت په عملي توگه لوړ ثابت کړي.

https://p.dw.com/p/13cDS
په راتلونکې کال کې په افغان ځواکونه د ډیرو پوځي عملیاتو مسؤلیت پر غاړه واخلي
په راتلونکې کال کې په افغان ځواکونه د ډیرو پوځي عملیاتو مسؤلیت پر غاړه واخليانځور: AP

د پوځي چارو کارپوهان وایي چې د افغانستان غربي متحدین به په ۲۰۱۲ كال كې افغان امنيتي ځواكونو ته پرمختللې وسلې او نور بجهیزات ورکړي او خپل ډیر پام به د افغان ځواکونو روزنې ته واړوي.

د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت پخوانی مرستيال، عبدالهادي خالد، وایي چې په ۲۰۱۲ کال کې به افغان ځواكونه د كابل په شاوخوا، ختيزو او جنوب ختيزو سيمو كې جګړه وكړي:

په ۲۰۱۲ کال کې په نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو تجهیز او روزنې ته ډیر پام واړوي
په ۲۰۱۲ کال کې په نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو تجهیز او روزنې ته ډیر پام واړويانځور: dpa

«په دې جګړه كې به افغان ملي اردو هڅه وكړي چې وښيي، څه ډول د عملياتو مشري كولای شي او څرنګه په جګړه كې پخپلو پښو درېدلای او له نړيوالو ځواكونو پرته يوازې جګړه كولای شي.»

د خالد دغه خبرې د ۲۰۱۱ کال په وروستۍ ورځ د افغانستان په یوشمیر اخبارونو کې نشرې شوي دي. د هغه په خبره افغان امنيتي ځواكونه به د افغانستان په جنوبي برخو كې د پوځي برياوو د خونديتوب مسئوليت هم ولري.

په ۲۰۱۲ کال کې به افغان ځواکونه ډیری عملیات په یواځیتوب پر مخ بوځي
په ۲۰۱۲ کال کې به افغان ځواکونه ډیری عملیات په یواځیتوب پر مخ بوځيانځور: AP

کارپوهان په دې اند دي چې په تیرو دوو کلونو کي طالبان له پوځي پلوه تر سختو فشارونو لاندي شوي ول. د دغو کارپوهانو په حواله په ۲۰۱۲ کال کې به هم دغه کار ته دوام ورکړل شي. خو په همدې وخت کي كارپوهان دا هم وايي چې ۲۰۱۲ كال به له سختيو سره سره د افغان امنيتي ځواكونو د ډېرېدلو كال هم وي.

امريكا او نړيواله ټولنه به د ۲۰۱۲ ژمنې له رارسیدو سره سم د افغان ځواکونو د روزلو چارې لا هم ګړندۍ کړي. همدارنګه به په دغه كال كې له افغانستان څخه ډېر نړيوال ځواكونو ووځي.

له یاغی طالبانو سره د سولې خبرې بله هغه مسئله ده چی کیدای شي په ترڅ کې ئې یو شمیر جنگیالي طالبان له مخامخ مقاومت څخه لاس واخلي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش