1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۳۰۰ سازمانونو له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۳, دوشنبه

۳۰۰ مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه. دغو سازمانونو ویلي دي چې په نړۍ کې د روانو کړکیچونو له کبله افغانستان ته توجه کمه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1DsHr
انځور: picture-alliance/AP Photo

«له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د مرستې نړیوال آلماني سازمان» څخه له افغانستان د مرستو همغږي کوونکي کلاوس لوهمن، د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې په سوریه، د ایبولا له گواښ سره مخامخو هیوادونو او په اوکراین کې د روانو کړکیچونو له کبله، په تیرو دوو کلونو کې له افغانستان سره مرستو ته لیوالتیا کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دا ویره شته چې له افغانستان څخه د روان کال تر پایه پورې د ټولو بهرنیو جنگي ځواکونو له وتلو سره، دغه هیواد ته نړیوالې مرستې نورې هم کمې شي.

دغو سازمانونو د «افغانستان مه هیروي» تر نوم لاندې یو کمپاین په لاره اچولی دی چې غواړي په مرسته یې د نړیوالو پام افغانستان ته ورواړوي.

دغه کمپاین د «اکبر» په نوم سازمان له خوا په لاره اچول شوی دی چې په کې د شلو هیوادونو د مرستندویه سازمانونو استازي حضور لري.

لوهمن وویل: «دا هیواد لږ تر لږه لس کاله نورو مرستو ته اړتیا لري.» هغه په عین حال کې ټینگار وکړ چې افغانستان په تیرو لسو کلونو کې د پام وړ پرمختگونه کړي دي. هغه د بیلگې په توگه د زده کړې سکتور ته اشاره وکړه چې په ۲۰۰۲ کال کې یوازې یو میلیون افغانې نجونې او هلکان ښوونځيو او پوهنتونونو ته تلل خو اوس دغه شمیر اووه میلیونو ته رسیدلی دی.

د هغه به خبره د افغانستان په نیمایي ښوونځیو کې یا لازم امکانات هیڅ نه شته او یا هم زده کوونکي او زده کوونکې لازمو امکاناتو ته لاسرسی نه لري. په ډیرو مواردو کې افغان ماشومانو په خیمو کې زده کړې کوي. لوهمن ویلي دي چې په افغانستان کې د یوې اوږدمهالې مدني ټولنې د رامنځ ته کیدو له پاره، دغه هیواد په راتلونکې کې هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب