1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۳۰ ميليونه ښځي د سنتۍ له گواښ سره مخامخ دي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱, سه‌شنبه

یونیسف ویلي دي چې په راتلونکو لسو کلونو کې تر۳۰ میلیونو ډیري نجونې د «سنتۍ» له گواښ سره مخامخ دي. د دغې ادارې په خبره اوس په نړې کې ۱۲۵ میلیونه داسې ښځې موجودې دي چې سنت شوي دي.

https://p.dw.com/p/19CCZ
انځور: picture-alliance/dpa

اوس هم د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې ښځې سنتیږي. دغه خبره د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې یا یونیسف د دوشنبې په ورځ کړې ده.

ویل شوي دي چې دغه کار په صومالیا کي تر بل هر هیواد ډیر ترسره کیږي. د یونیسف په حواله په دغه هیواد کې نجوني له ۱۵ کلنې څخه تر ۱۹ کلنې پورې په اصطلاح سنتیږي. په دې ترتیب سره نو په صومالیان کې ۹۸ سلنه نجونې او میرمنې، په گانا کې ۹۶ سلنه، په جیبوتی کې ۹۳ او په مصر کې ۹۱ سلنه میرمنې سنتیږي.

د یونیسف په رپوټ کې راغلي دي چې که څه هم له یوې لسیزې راهیسې هڅې کیږي چې دغه دود له منځه یوړل شي، خو بیا هم په ډیرو هیوادونو کې دغه کار په لویه کچه ترسره کیږي. د رپوټ په حواله اوس مهال په افریقا، اسیا او منځني ختیځ په هیوادونو کې د نجونو او ښځو د تناسلي الې ځیني برخې پرې کیږي.

د یونسف له خوا په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي: «که هر څه د اوس په څیر پر مخ ولاړ شي نو په راتلونکې لسیزه کې۳۰ میلیونه نجونې او ښځي د سنتیدو له گواښ سره مخامخ دي.»

د نجونو سنتول ډیر وخت د دیني دلايلو له کبله ترسره کیږي. دغه کار د اسلام او عیسویت یو شمیر پلویان ترسره کوي. خو پر دیني عقایدو سربیره، په یو شمیر افرایقايي هیوادونو کې دغه کار له پخوا څخه د یوه دود په توگه منل شوی دی او له همدې کبله اوس هم په دغو هیوادونو کې ډیر شمیر میرمنې سنتیږي.

د ښځو د سنتیدو پېښي د کمیدو په حال کې دي

د یونیسف په رپوټ کې راغلي دي چې اوس د هغو هیوادونو شمیر کم شوی دی چې ښځي پکې د بیلابیلو دلایلو له مخې سنتیږي. د رپوټ په حواله اوس د بنین، مرکزي افریقا په جمهوریت، عراق، لایبریا او نايجیریا کي د پخوا په پرتله لږ ښځي سنتیږي.

که څه هم اوس د دغه کار د ترسره کیدو تر ټولو لوی لامل په یو شمیر هیوادونو کې هغه د یوه دود او یا هم دیني مسئولیت په توگه قبلول دي، خو یونیسف ویلي دي چې د ښځو له سنتولو څخه عامه ملاتړ د کمیدو په حال کې دی.