1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۶۲۰ زره کسان بې ځایه شوي او ۹ ميليونه مرستو ته اړتيا لري»

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

په افغانستان کې د جگړو له کبله د کورني بې ځایه شوو کسانو شمېر مخ پر لوړیدو دی. د ملگرو ملتونو په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې د دغو کسانو شمیر د ۲۰۱۵م کال له پېل راهیسې تر اوسه ۶۲۰ زره کسان ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2VXyS

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې، ملگرو ملتونو تیره شپه په افغانستان کې دننه د بې ځایه شوو کورنيو په هکله نوی رپوټ خپور کړی دی چې شمیر یې په یوه کال کې ۶۲۰ زرو کسانو ته رسیږي. دغه شمیر د تيرکال د دسمبر مياشتي تر هغې چي ۵۸۰زره ښوول شوی وو ۴۰ زره زیات دی. تر ۲۰۱۵م کال دمخه لا په د جگړو په سبب په خپل هیواد کې تر۱،۲ میلیونه زيات کسان په تېښته ول.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې د ټولو بې ځایه شوو کسانو ۴۲ سلنه د افغانستان په شمال کې دي چې پکښې کندز او بغلان ولایتونه هم شامل دي.

په دغو دواړو ولایتونو کې تر ۲۰۱۳م کاله پورې آلماني ځواکونه مېشت ول. رپوټ زیاتوي چې ۲۸ سلنه کورني کډوال د هیواد په سویل کې راجستر شوي دي، چیري چې وسله والو طالبانو تر ټولو زیات په هلمند او اروزگان ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زیاته توجه اړولې ده.

رپوټ زیاتوي چې بشري مرستندویان له «مرگوني عواقبو» ډک يوه بحران څخه یادونه کوي. ځکه چې د بې ځایه شوو تر نیمايي زیاته برخه ماشومان دي. زیاته شوې ده چې دغه کړکیچ له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرو ډله ایز راستنیدو لا پسې سخت کړی دی. په ۲۰۱۶م کال کې په پاکستان او ایران کې مېشت ځینې مهاجر دې ته اړ ایستل شول چې خپل هیواد ته ستانه شي.

نړیوالو سازمانونو لکه د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) او یا د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې شا او خوا یو میلیون افغان کډوال له دغو دوو هیوادونو بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

نوی رپوټ چې د ۲۰۱۷م کال د بشري اړتیاوو، په عنوان خپور شوی دی د ۹،۳ میلیونه افغانانو یادونه کوي چې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. چي دا د تیر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېرښت ښيي.

دا چې د افغانستان په دننه کې د بې ځایه شوو کسانو بهیر او همداشان د پاکستان او ایران څخه له تمي خلاف د جبري راستنیدونکو افغانانو لوړ شمیر به د اروپا پر لور د مهاجرت پر څپې څومره اغیز ولري، لا معلومه نه ده.

نور مطالب: