1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۸ صبح» د مطبوعاتو د آزادۍ جايزه وگټله

پروين مومند (دويچه ويله)۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبه

د بې سرحده خبریالانو سازمان د «مطبوعاتو د آزادۍ جایزه» د افغانستان د «۸ صبح» ورځپاڼي او د غوره خبریال جایزه د سوریې خبریال مازین درویش ته ورکړه شوه.

https://p.dw.com/p/175Vb
انځور: Hussain Sirat

دغه جایزه د دغي ورځپاڼي د امتیاز خاوند سهیل سنجر د دسمبر پر ۱۸ نېټه په پاریس کې ترلاسه کړه. د «۸ صبح» ورځپاڼه له دویچه ويله آلمان ږغ راډیو سره خلکو ته د «واوروه او زده کړه » خپروني د ورپيژندلو په برخه کې هم همکاره ده. د «۸ صبح» ورځپانه په لومړي ځل د قسیم اخګر په مدیرت په تندي لهجې سره پیل شوه.

د بشري حقونه موضوعات او ورسره ګواښونه

د «۸صبح» ورځپاڼي د خپل کار په پیل کې د بشري حقونو د اړوندو موضوعاتو له پاره ځانګړې پاڼه لرلي. په یوه مخ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مطالب او په نیمه صفحه کې د «اور او دود په څپو کې» تر نامه لاندي څو کلونه د جګړې د قربانیانو خاطري خپرولې.

د بشري حقونو د پیښو رابرسیره کول په داسي یوه هیواد کې چې تر درو لسیزو زیات د پراخو سرغړونو شاهد وي او ترسره کوونکې يې لا اوس هم په دولتي دستګاه کې واکمن وي، له خطره ليري کار نه دی. ځکه نو دغه ورځپاڼه له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوې ده.

د دغي ورځپاڼي د امتیاز خاوند سنجر سهيل وایې:«موږ په بېلا بېلوبرخو کې له ګواښ سره مخامخ شوي یو او تلاښ شوی دی چې زموږ غږ غلی شي، خو دا چي ورځپاڼه له دې ټولو جنجالونو څخه روغه راوزي دلیل یې دا وو چې زموږ په خپرونو کې خپلواکې وه».

نه یوازي د جنګسالارانو او یاغیانو له خوا دغي ورځپاڼي ته ګواښونه شوي دي، بلکي د ورځپاڼي تندو لیکنو د ځینو دولتي ادارو غوسه هم را پارولې ده. سهیل زیاته وي: «متاسفانه موږ ته ځینو دولتي ادارو، لکه څارنوالۍ هم دوسیه جوړه کړې ده. د رسنیو د سرغړوني د څېړنو په کمېسيون کې هم ځيني موارد وه چې موږ ته یې ستونزي جوړي کړي وې».

مالي ستونزي

په افغانستان کې ډیري ورځپاڼي له مالي پلوه له ستونزو سره مخامخ دي. «۸صبح» ورځپاڼه هم ورته ستونزي ليري. داسي وخت هم رغلی دی، چې د نه امکاناتو له کبله ورځپاڼه د سهار پر نهو بجو د لوستونکو لاس ته ورغلې وي.

د ۸ صبح ورځپاڼي هم لکه يو شمېر نورو رسنيو د ځینو سازمانونو په مالي مرسته خپل
کار پیل کړ. د سهیل په وینا: «د بشري حقونو د یوشمیر ادارو په مالي مرسته دغي ورځپاڼي خپل اصلي کار پیل کړ او تر یو وخته یې دوام وکړ، چې البته یوه اندازه شخصي سرمایه هم ورسره مله وه. خو خوشاله په دې یو چې اوس داسي یو پړاو ته رسیدلي یو چې کولای شو د خپلو لګښتونو یوه برخه پخپله پوره کړو».

دغه ورځپاڼي د خپل فعالیت په پیل کې له ځانه سره د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون ملاتړ لاره، چې د ورځپاڼي د مسئولینو په وینا د بشري حقونو د ځانګړي خپروني په بدل کې دغه کمېسيون مالي مرسته ورسره کوله.

د سهیل په وینا که څه هم چې اوس دوی د ورځپاڼي د لګښتونو له۳۰ تر ۴۰ سلنه پوري د اعلانونو له لاري پوره کولای شي، خو د مرستو د بندیدو اندیښنه ورسره ده: «که یو مهال داسي ورځ راشي او مرسته کوونکي ادارې زموږ سره د مرستي وس ونه لري، په هغه صورت کې به د ورځپاڼي چلول ستونزمن وي.»

۸صبح په افغانستان کې په هغو ورځپاڼوکې راځي چې ځانته خپل لوستونکې لري. خو مسئول چلوونکی یې پر دې ټينګار کوي چې هڅه به وکړي په اوسني پیچلي سیاسي وضعيت کې د معلوماتو په رسولو کې، انډول له پامه ونه غورځوي.