1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

[No title]

۱۳۹۴ تیر ۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/1Fpjv

دویچه ویله – ځایي اتلانو ته نړیواله کتنه

دویچه ویله ځایي اتلان لټوي. داسې کسان چې د نړۍ پیښي څاري، فکر کوي، خپل فکرونه په ټولنه کې منعکسوي او بیا ابتکار کوي. هغوی د دې پرځای چې پر قواعدو باندي اتکا وکړي دغه قواعد جوړوي او د دې پر ځای چې یوازي پیښي وڅاري، نورو ته انګیزه ورکوي. موږ دغه شان کسان لټوو. دا زموږ دنده ده چې د دغه شان کسانو له پاره هغه معلومات او خبرونه چې د دوی پکار دي ور ورسوو.

د ځایي اتلانو په اړه د دویچه ویله له خوا ټاکل شوي کیسې

- لیلا حیدری؛ هغه اتله چې د انسانانو ژوند ژغوري
- هغه پولیس چې په هلمند کې د ډیرو انسانانو ژوند ژغورلی
- هغه ښځه چې په کندز کې یې د ډیرو ښځو ژوند ته بدلون ورکړ
- یو سړی او یوه ستره چاره

نور معلومات د دویچه ویله په نوي انګلیسي کانال کې لیدلای شئ.

په تمه مه پاتيږئ – موږ ته همدا اوس د خپل ځایي اتل په اړه معلومات راکړئ

موږ غواړو ستاسو په ټولنه کې د هغو کسانو په اړه معلومات ترلاسه کړو چې یو بدلون رامنځ ته کوي. آیا دا هغه کسان دي چې د ښې درملني او یا هم یوې فابریکې له پاره چې د کار زمینه برابروي مبارزه کوي؟ او یا دا چې ستاسو ځایي اتله ستاسو آنا ده چې هره ورځ به یې ښوونځي ته بیولاست. اتلان هر ډول وي – موږ غواړو ستاسو ټولي کیسې واورو او نړۍ ته ستاسو د اتلانو په اړه معلومات ورکړو.

موږ ته برېښنا ليک وليکۍ او يا هم په فیسبوک کې په بحث کې شریک شئ، څو موږ ته د خپل اتل په اړه کیسه راواستوئ. تاسو ‎د خپل اتل کیسه د فیسبوک او یا هم د دغه ايميل ادرس Afghanistan@dw.com له لارې استولی شئ. هغه کسان چې موږ ته خپله کيسې راولېږي، د هغوی له منځه بيا يو گټونکی ټاکل کيږي.

هر ګډون کوونکی په الزامي توګه جایزه نه شي ترلاسه کولای او د هغې د ترلاسه کولو له پاره هم د کوم قانوني اقدام امکان نه شته. ټول ګډون کوونکي باید د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتي تر ۱۹ نېټې پوري خپل ځایي اتلان دویچه ویله ته ور وپیژني.

جایزې:

- د لومړي مقام ګټونکی: یو گرځنده ځیرک تلیفون او د سیمه ییزو اتلانو یوه بسته

- د دوهم او دریم مقام کټونکي: یو iPod او د سیمه ییزو اتلانو یوه بسته

- ځانګړې جایزه: د سیمه ییزو اتلانو له اوو بستو څخه یوه