1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

17 کال مخکي د کابل په هوايي ډګرکي د ډاکتر نجيب الله دبرخه ليک ټاکل

۱۳۸۸ فروردین ۲۷, پنجشنبه

د 1992 کال د اپريل پر شپاړسمه عملاً د هغه يوه رژيم د ټغر ټوليدل پيل سول ،چي د افغانستان د خلق د ديموکراتيک ګوند د يوې خونړۍ کودتا دلاري يې د 1978 کال د اپريل پر 28 قدرت ته رسولی ؤ...

https://p.dw.com/p/HYVc
ډاکتر نجيب
ډاکتر نجيبانځور: AP

که څه هم د نجيب الله تر مشرۍ لاندي د وطن د ګوند د رژيم نسکوريدل لاد 1989 کال د فبرورۍ په مياشت کي د افغانستان څخه د شورويانو د120زرو سرتيرو له وتلو سره سم انتظار کيدۍ، خو هغه وکولای سول چي د 1992 کال تر اپريل پوري خپلي بقاء ته دوام ورکړي . دا چي ولي، نوعلتونه يې کيدای سي سړی د افغانستان د هغه وخت دمقاومت په دننه کي ولټوي . دغه مقاومت نه يوازي د يوې مرکزي پوځي قوماندانۍ څخه بې برخي ؤ ، بلکه د سياسي لحاظه هم سره ټوک ټوک ؤ.

خو د مقاومت له يوي برخي سره چي مشري يې د شورای نظار د وژل شوي عمومي قوماندان احمد شاه مسعود پر غاړه وه، د رژيم څخه د جنرال عبدالرشيد دوستم تر مشرۍ لاندي د جلا سوو مليشو په يو ځاي کيدو سره، د نجيب د رژيم بنسټونه په ړنګيدو پيل وکړ.

د نن څخه اولس کاله مخکي د کابل په نړيوال هوايي ډګرکي د ډاکتر نجيب الله برخه ليک وتاکل سو. هغه له قدرت څخه استعفاء وکړه، په دې هيله چي نوموړی د هوايي ډګر له لاري خارج ته وتښتي . خو دده سره دښمنو ځواکونو نه يوازي د هغه په استعفاء بسيا ونه کړه، بلکه د هغه د تيښتي مخه يي هم ونيوله . ډاکتر نجيب مجبوره سو چي په کابل کي د ملګرو ملتو نمايندګۍ ته پناه يوسي .

که څه هم د نجيب له استعفاء څخه مخکي په ملي او نړيواله کچه هڅي رواني وي چي په کابل کي قدرت په سوليز ډول د ټولو اړخونو دپاره د منلو وړ، يوې ادارې ته چي ملګرو ملتو يې منځګړيتوب کاوه، انتقال سي، خو د قدرت څخه د نجييب په ګوښه کيدو سره د مجاهدينو سيالي ډلي ځيني په خپل سر او ځيني د وطن د ګوند د بيلا بيلو اړخونو په مرسته کابل ته په ورننوتو پيل وکۍ، تر څو د قدرت خلاء ډکه کړي، هغه يو قدرت چي هغوي يي سمدلاسه د يو بل پر ضد ودرول او تر 1996 کال پوري، کله چي طالبانو قدرت ونيوۍ، دغه ښار يې د هغوي د خپل منځي خونړيو جګړو په ډګر بدل کړۍ .

په دغو جنګو کي کابل په کنډواله بدل سو، او په لس ګونو زره خلک مړه شول . خو هغه څه چي په په دغه نړيدلي ښار کي د 1996 کال تر سپتمبر پوري روغ او رمټ پاته وه، هغه د ملګرو ملتو ودانۍ وه، چيري چي ډاکتر نجيب ، د هغه ورور احمد زی او د هغه د پخواني جمهوري رياست د دفتر رييس هستوګنه درلودل . خو دغه نړيوال مصؤن هستوګنځای هم د طالبانو په واکمنۍ کي خوندي پاته نه سو. طالبان په کابل کي قدرت ته د رسيدو سره سم نجيب الله او د هغه ورور ووژل او په کابل کي يې د هغوي مړي د خلکو د ننداري لپاره وځړول .

سيد موسی صميمي / حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري