1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

2009 کال د ژورنالستانو لپاره یو خونړی او ناخوال

۱۳۸۸ دی ۱۰, پنجشنبه

په 2099 ميلادي کال کې ٧٦ تنه ژورنالستان په نړۍ وژل شوي چی ٢٠٠٨ کال په پرتله ه يو پر څلوره برخه ډېر دی. د وژل شوو له جملې نه قريب نيمايي برخه په فلپاين کې د ټاکنو يوې پېښې له منځه وړېدي.

https://p.dw.com/p/LHtE
يوه خبريال له خپلي کورني سره بيرته يو ځاي کيږي
يوه خبريال له خپلي کورني سره بيرته يو ځاي کيږيانځور: AP

که سړی د بې پولې ژورنالستانو رپوټ وگوري، نو ويني چې د رسنيو د آزادۍ د پاره تنگ وخت راغلی. د ٢٠٠٩ کال انډول يا بيلانس د دې ښکارندونی دي، چې په کال کې څومره ژورنالستان او خبريالان د نړۍ په گوټ گوټ کې له گواښونو، زورزياتي او دولتي بوج سره مخامخ دي. او څومره شمېر وژل کيږي. د بې پولې رپوټچيانو د راپور آلماني برخه Anja Viohlترتيب کړېده او وايي:

(موږ اکثر منفي تمايل لرو، موږ ليدلي چې شمېرې هر ځای لوړې شوې. د وژل شوو ژورنالستان شمېر زيات شوی، پر رسنيو باندې د بنديزور شمېره زياته شوې. يواځينۍ شمېره چې ښکته راغلې، هغه د نيول او بندي کولو شمېره ده.)

سږ ٢٠٠٩ ميلادي کال کې له ٧٦ تنه ژورنالستان په نړۍ وژل شوي، له ٢٠٠٨ عيسوي کال نه يو پر څلوره برخه ډېر (دا شمېر د ژورنالستانو فدراسيون ١٣٠ تنه ښوودلی). د وژل شوو له جملې نه قريب نيمايي برخه په فلپاين کې د ټاکنو يوې پېښې له منځه وړېدي.

Anja Viohl څرگندوي: «اکثر په فلپاين کې وژل شوي. دا د هغه ټول وژنې په نتيجه کې چې په جنوبي ټاپو ميناداناو کې رامنځ ته شوه. هلته په يوه ورځ کې ٣٠ تنه ژورنالستان له منځه يووړل شول. خو ټول خپل کورني کسان وو. سړی په دی ارتباط او دې موقع کې يو ځل دا هم ويلی شي چې: پرته له يوې استثنی څخه نور ټول کورني ژورنالستان وژل شوي.»

په دی اړه Christian Poveda استثنی دئ، هغه يو د فرانسوی او هسپانوي گډ مستند فلم جوړوونکی، کوم چې د سپتمبر په سر کې السلوادور کې وويشتل شو. په امريکه کې ټول ٦ تنه ژورنالستان وژل شوي. تر ټولو خطرناکه لويه وچه آسيا ده، له ٤٤ تنو وژل شوو سره. هغه هېواد چې تر ټولو زيات شمېر ژورنالستان پکې وژل شوي، سوماليه ده. بيا هم Anja Viohl:

( هلته له نهو وژل شوو تنو ژورنالستانو څخه ٦ تنه بنسټ پاله اسلامي ډلو له منځه وړي. هلته تر اوسه پورې ناپلوی او آزاد مطبوعات نه شته. يو څو داسې راديو استشنونه شته چې خلکو ته بې طرفه معلومات ورکوي، چې ډېر ژر نښه پرې نيول کيږي. مثلا د په دې کال کې د راډيو د يوه استشن درې تنه رپوټچيان وژل شويدي.)

ژورنالستان په تېره بيا له جگړو او ټاکنو څخه د رپوټ وکولو په وخت کې له زيات خطر سره مخامخ کيږي. Anja Viohl بيا وايي چې د نړيوال مالي بحران په موقع هم د اقتصادي رپوټونو ورکونه ورته خطرناکه وه.

په جنوبي کوريا کې يو Blogger يا د انټرنيټ پاڼې خپروونکې بندي شوی وو، او دا ځکه چې په خپل هېواد کې يې پر ناوړه اقتصادي حالت باندې تبصره ليکلې وه. په ټايلنډ کې بيا ٦ تنه ورته ژورنالستان نيول شوي وو، دې کسانو بيا د ټولواک ناروغتيا ته د بيو له ټيټوالي سره اړوند ورکړی وو. همدا بس ده، چې دا کس ورباندې محاکمه شي.)

Blogger د خلکو زياته پاملرنه ځان ته وراړوي - د هغه چا هم چې غواړي په نوو رسنيو کې نظريات تر فشار لاندې ونيسي. د انټرنيټ له لارې د خپرونکو د نيول کېدنې شمېر يو نيم سل چنده لوړ شوی. له ٧٨ نه ١٥١ کسانو ته. په تېره بيا ايران او چين سخت غبرگون ښکاروي.

Anja Viohl څرگندوي، په راتلونکي ٢٠١٠ ميلادي کال کې به هم حالت بهتره نه شي. زياتې ټاکنې په مخ کې پرتې دي - د عاج په ساحل کې، سريلانکا، برما او عراق کې. هلته به بيا د نيوکه کوونکو ژورنالستانو په وړاندې مخالفت پياوړی وي.

هاینر کیسل/ عارف وردک

کتونکی: عبدالباری حکیم