1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

2010 عيسوی کال ته نوي اميدونه

۱۳۸۸ دی ۱۱, جمعه

انګيلا ميرکل بيرته په برلين کښي ده ، رخصتي يې پای ته ورسيدل، د نوي کال بيانيه يې ورکړل ، او تر دوشنبه وروسته بيرته په کار شروع کوي . خوکارونه په پوره اندازه موجود دي ، او هيڅ مشکل د رخصتيانو په ورځو کښي ندی حل سوی

https://p.dw.com/p/LIIb
د برلين د براندنبورګر ټور په نام دروازه ، چه د نوي کال مراسم سرته پکښي ورسيدل
د برلين د براندنبورګر ټور په نام دروازه ، چه د نوي کال مراسم سرته پکښي ورسيدلانځور: picture-alliance/ dpa

مثلأ د بودجې کسر . د 2009 کال په اولو 9 مياشتو کښي د جرمني حکومت ، ايالتو او محلاتو د 2008 کال په مقايسه 5 واري زياته قرضه اخيستې ده : تقريبأ سل مليارډه ايرو .

پر دې سربيره نوي اييتلافي حکومت د کرسمس لږڅه دمخه د مثال په ډول پر وراثت او د هوټل د ماليکينو دپاره د مالياتو د راکمولو فيصله وکړه . خو د پارلمان رييس اود صدراعظمي انګيلا ميرکل ګوندي ملګري نوبرت لامرت پر هغه باندي په يوه راډيويي مرکه کښي سخت انتقاد وکۍ .

ده وويل چه «په دغه ژر تر ژره تصويب سوي قانون کښي د ځينو ښو، يو تعداد ناقصو او ځيني ډير خراب او د نه منلوو وړ قواعد شامل دي . »

اييتلافي ګوند بيا پر لامرت باندي تور لګوي ، چه غواړي خپل ګوندي سياسي احساسات بيان کي . تر هغه وروسته حکومتي وياند کريستوپ سټيګمنس اعلان وکۍ ،

« زه کولاي سم تاسو ته ووايم چه د جرمني حکومت په پوره دقت او يقين سره د اقتصادي ودي د چټکيدو قانون تصويب کړی دی . حکومت خوښ دی چه دغه قانون د جنورۍ د اولي څخه نافذيږي . »

د اقتصادي ودي د چټکيدو قانون څخه مطلب همدغه د مالياتو د راکښته کولو قانون دی ، ځکه حکومت پدې عقيده دی ، چه هغه به داقتصادي ودي سبب وګرزي . مګر په هر صورت به د ټولو دمخه اول دولت نور هم ډير پوروړی سي . خو صدراعظمي په نوامبر کښي لا په دغه باب په حکومتي اعلاميه کښي ويلي وه ،

« واقعيت په يوه جمله کښي دادی : چه مشکلات به په اوله کښي ډير سي ، مخکي تر دې چه هغه بيرته سم سي . »

د حکومت په مخکي بل مشکل په کندوس کښي د هوايي بمباريو په باب دی، چه په سپټامبر کښي دتيلو د دوو ټانکرونو تر تښتولو وروسته رامنځته سوی دی . د ددفاع پخواني وزير يونګ استعفأ ورکړيده ، اوسني وزير څو ګوټن بِرګ تر انتقاد لاندي دی ، او اوس د صدراعظمي په مقابل کي هم تورونه راپورته سوي دي .

ويل کيږي چه دې په دغه هکله د سپټامبر پر 8 ، د حکومت د اعلاميې دمخه د ملکي خلګو د وژلو په هکله تر هغه ډير معلومات درلودل، لکه څنګه چه دې ورکړي دي . پدې حساب نو د تحقيقاتي کميټې دپاره په جنورۍ کښي د تحقيقاتو د شروع کيدو پر وخت ډير کار ګوري .

افغانستان د بله جهته هم د حکومت دپاره مشکلات رامنځته کړي دي . خارجه وزير ګودو وېستروېله په يوه مجله اي مرکه کښي چه تر کرسمس وروسته راووتله ، ويلي دي چه« که په لندن کښي د افغانستان کنفرانس يوازي هلته د قواوو د تقويې په خاطر جوړيږي ، زه په هغه کښي شرکت نه کوم . »

دده وياند اندرياس پيشکه تر ډيرو زحمتو وروسته کوښښ وکي ددغه اخطاريې اغيزي يو څه راکمي کي .

ده وویل چه د وزير مطلب دادی چه کله چه د جنورۍ پر 28 د افغانستان په باب په لندن کښي کنفرانس جوړيږي ، اساسأ بايد د افغانستان دپاره د اهدافو او ستراتيژۍ په باب خبري وکی .

په جنورۍ کښي به د جرمني په پارلمان کښي د 2010کال ددولتي بودجې په باب خبري وسی . د هغه طرح لا حکومت د کرسمس دمخه تصويب کړې وه ، چه نور به هم دولت پوروړی ، او مصارف به لوړ ولاړ بوزي .

پيتر سټوټله/

کتونکی : محمد قاسم نوري