1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

90 کاله مخکي ددوو چپي رهبرانود وژل کيدو په مناسبت په برلين کي مارش

۱۳۸۷ دی ۲۳, دوشنبه

پرون دآلمان په پلازمينه برلين کي په لس هاو زره وګړوددغه هيواد دکارګري غورځنګ د دوولار ښونکو مشرانو، روزا لوګسمبورګ او کارل ليب کنيښت دوژل کيدلو دنوي يمي کاليزي يادونه وکړه...

https://p.dw.com/p/GWdG
په برلين کي د روزا لوګسمبورګ او کارل ليب کنيښت دوژل کيدلو دنوي يمي کاليزي ديادوني مراسم
په برلين کي د روزا لوګسمبورګ او کارل ليب کنيښت دوژل کيدلو دنوي يمي کاليزي ديادوني مراسمانځور: AP

ديادونو په دغه مراسموکي دآلمان دکيڼ لاسي ګوند نامتو سياست مدارانو هم برخه اخيستې وه .

په داسي حال کي چي پرون په برلين کي آسمان شين ؤ او لمر هم ځليدۍ ، خو هوا سړه وه . راغونډ سوي کسان په ډير درنښت اوچوپه خوله سره دکارګري غورځنګ دقربانيانو ترهديرې پوري ولاړل، او ددوي پر مزار باندي يې دګلوګيډۍ کښيښولې . دغه مراسموته نه يوازي جرمنيان بلکي دنورواوروپايي هيوادو څخه هم ډير خلک راغلي وه .

يو نفر چه د هالينډ څخه راغلی ؤ،وويل :«موږ دهالند دسوسيالستي ګوند په استازيتوب دلته راغلي يو . د روزا لوګسبورګ په وياړ . موږ ددې سره مخالف يو چي آلماني عسکر نورو هيوادو ته دجګړي دپا ره استول کيږي . موږ ددې سره هم مخالف يو چي ورځ په ورځ دوګړو په ډيموکراټيکوحقونو کي محدوديتونه راځي . موږ دا هم نه منو چي ورځ په ورځ ټولنيز او اقتصادي فشارونه پر عامو خلګو باندي ډيريږي .»

اوبيا يو بل نفر په انګريزي ژبه خبري کوي او وايي چي «زه درومانيا څخه راځم ، په دې هيله سره چي سوسياليسم روښانه راتلونکې ولري .»

يو بل سړي وايي چي «زما له نظره ديوه باا منه نړي دپاره دروزالوګسمبورګ ټو لنيزي عقيدې ډيري باارزښته خبري دي . »

روزا لوګسمبورګ او کارل ليب کنيښت
روزا لوګسمبورګ او کارل ليب کنيښت

ددغه په اصطلاح دچوپي خولي مارش په مخکي دالمان دکيڼ لاسو دګوند مشر لوتر بسکي روان ؤ .

ده وويل چه « زما په عقيده ليب کنيښت او لوګسمبورګ به دکارګري غورځنګ ځلاندي ستوري وي . او په دې کي شک نسته چي دوي پخپل ژوندکي دټولنيز عدالت او سولي دپاره مبارزه کوله ،چه نن ورځ هم دغي مبارزي ته ضرورت دی .»

د جرمني دکين لاسي ګوند بل نامتو غړي ګريګور ګيزي هم په دغه غونډه کي حاضر ؤ،چي ډيرو خبريالانو هم راچاپير کړي ؤ . اوده دخبريالانو ډيرو پوښتنو ته د جرمني دپخواني سوسيالستي واحد ګوند SED ،دآلمان دډيموکراټيک جمهوريت او دکيڼ لاسو دراتلونکي په اړوند ځوابونه ويل . دګريګورګيزي په عقيده دپانګوالۍ دروانو بحرانونو له امله ديوې سوسيالسټي ټولني دتصوراتو عملي چانس بيا ډير سوی دی .

ده وويل ، «دپانګوالي په نظام کي ټولي هڅي ددي دپاره کيږي چي پانګه بايد ډيره سي او دغه هدف ته درسيدلو دپاره دولس په پرګنو باندي فشارونه ورځ په ورځ زيا تيږي ، په اروپا او په نورووچو کي . نو زه په دي عقيده يم چي بايد په ټولنيز جوړښت کي يو نوښت رامنځته سي . داسي يو نوښت چي موږ تراوسه ورته نه يو رسيدلي . موږ بايد داسي يوه ټولنه ولرو چي دديموکراسي او ديموکراتيک سوسياليسم پر بنا ولاړه وي . »

دبرلين په ښار کي راټولوسوو کسانو نور شعارونه هم ورکول مثلا: «سوله دفلسطين دپاره . »

او يوه ميرمن وايي چي «امکان لري ما دروزا لوګسمبورګ سره په دې هکله خبري کړي وای چه دی دهغونورو کسانو په هکله چي بل خيال او تصور لري، څه فکر کوي . يعني يو څه آزاد سوسياليسم . دا چه روزا لوګسمبورګ ويل چي يو ډيموکرات هغه څوک دی چي دنورو د عقيدوپام وساتي، نو دا يوه بارزښته خبره ده. »