1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې باید د آلمان له ماموريته درس واخیستل شي»

۱۴۰۱ فروردین ۱۵, دوشنبه

د سولې يوې کاتوليکي ټولنې په خپلواکه توګه په افغانستان کې د آلمان پوځ د ماموريت د ارزونې غوښتنه کړې. يادې ټولنې ويلي دي چې له دغې «سترې غمیزې» باید درس واخيستل شي.

https://p.dw.com/p/49RIN
Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

دا څرګندونې «پاکس کريستي» په نوم د دغه کاتوليکی ټولنې د آلمان د برخې مشرتابه له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلامیه کې شوي دي. په دې اعلامیه کې ویل شوي: «په افغانستان کې د ناټو دغې جګړې د سونو زرو انسانانو ژوند اخيستی، په میليونو یې تېښتې ته مجبور کړي او داسې يو هيواد یې پر شا پرېښی چې له اقتصادي او ټولنیز پلوه پر ځمکه پروت دی او تر نيمايي ډېر نفوس یې پر بشري مرستو تکیه کوي.»
د سولې د دغه ټولنې له خوا زياته شوې چې د غربي ځواکونو له ګډوډۍ ډک اخراج سره په عين وخت کې د غچ اخيستنې او بدل منطق، چې له لومړی سره یې د امريکا او د متحدينو د «ترهګرۍ ضد» جګړه مشخصوله، په بنسټيزه توګه ناکامه شوي دي.
دې ټولنې هغه خبرداريو ته اشاره کړه چې  په ۲۰۰۱م کال د پېل شوي دې ماموريت کې د ناکاميدو په اړه یې په وار وار سره ورکړي وو. د دې ټولنې له خوا زياته شوې چې د جګړې په مالي لګښتونو کې چې د آلمان له پاره کابو ۱۸ میليارده يورو وې، له ترهګرو څخه د ولس د ساتنې له پاره اړينې زيربناوې او مدني جوړښتونه رامنځته کیدلی شوای لکه په ډېرو د پراختيا په درشل کې ولاړو هيوادونو کې چې شته.
د سولې سازمان نیوکه وکړه چې په افغانستان کې په دې وروستيو کلونو کې د مدني بيارغونې، ښځو د حقونو او سولې د ملاتړ له پاره لږ کار شوی دی. همدا راز زياته شوې چې يوه مخ پر ودې جګړه متحرکه وه چې د خلکو کړاونه یې لا پسې زيات کړل.
دغه ټولنې د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې نه يوازې د لویدیځو ځواکونو د وتلو شرايط د تحقيقاتو د يوې کمېټې په ترڅ کې و ارزوي، بلکې په عين حال کې په افغانستان کې د ناکامۍ پس منظر هم و ارزوي.
د «پاکس کرستي» ټولنې له خوا زياته شوې: «دا پوښتنه باید مطرح شي چې يو ترهګريز عمل د کومو موندنو پر بنسټ، چې په اصل کې د پولیسو او عدلیې اصلي وظيفه وه، په عاجله توګه تر دې ورسيږي چې پر نړيوالې جګړې او بيا د ناټو له پاره پر يوې مهمې قضیې او د «ترهګرۍ پر ضد» داسې يوې جګړې بدل شي چې هیڅ زماني او مکاني سرحد ونه لري.»
دغه سازمان زياته کړې، چې دا هم بايد و ارزول شي چې دې ماموريت د افغانستان پر اقتصاد او ټولنیز وضعيت څه اغیز کړی دی. ټولنې دا غوښتنه هم کړې چې دا ارزونه يوازي له پوځي نظره بايد نه وي، بلکې داسې کارپوهان هم پکې را شامل کړل شي چې له لسیزو راهيسې له دغه ډول شخړو او د هغه له مخنيوي سره سرو کار لري.
ب. ص/ ن. ز (KNA)

زموږ له آرشيف څخه: