1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ په زرونو محلي همکاران اوس هم په افغانستان کې دي

۱۴۰۱ خرداد ۱۹, پنجشنبه

د آلمان پوځ د سیمه ایزو کارکوونکو د ملاتړ شبکې د معلوماتو له مخې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو لس میاشتې وروسته، لا هم شاوخوا ۱۰ زره افغان محلي همکاران آلمان ته د سفر په تمه دي.

https://p.dw.com/p/4CSCi
Usbekistan, Taschkent | Ankunft eines Bundeswehr-Evakuierungsflugs aus Kabul
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د دغې شبکې د کولن- بُن سیمه ایز مشر لوتار هانکل، د پنجشنبې (د جون میاشتې ۹ نیټه) په ورځ د «کولنر شتات انڅایګر» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د آلماني ځواکونو د سیمه ایزو کارمندانو او د هغوی د کورنیو ترڅنګ یو شمیر نور داسې کسان چې په غیر مسقیم ډول یې د آلمان د پوځ له پاره کار کاوه، لکه قراردادیان آلمان ته د انتقالیدو په تمه دي.

دغه بنسټ توانیدلی دی چې ۳۲۴ داسې کسان وژغوري چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت، له خطر سره د مخامخو کسانو په ځانګړي لیست کې یې قرار درلود.

اوس دغه شبکه وایي چې مالي سرچينې یي د خلاصیدو په حال کې دي او د مرستو کچه هم په شدت سره کمه شوې ده. د دغې شبکې په حواله په همدې منځ کې له دغو کسانو سره اړیکې چې له خطر سره مخامخ دي پرې شوې دي.

نوموړې شبکه غواړې چې په افغانستان کې د اګست په میاشت کې د نظام د بدلیدو د کلیزې په ورځ د آلمان په پلازمېنه برلین کې یوه کنګره ]ستره غونډه] جوړه کړي او دغې ستونزې ته د مسئولینو پام را واړوي.

په ورته وخت کې یو شمیر هغه افغانان چې د آلمان له جي آی زیډ موسیسې سره یې کار کړی دی شکایت کوي چې په ډيرو خطرناکو شرایطو کې يې له آلمانانو سره کار کړی دی، خو د آلمان حکومت اوس له یاده ایستلي دي.

له دغو کسانو څخه يو يې چې د امنیتي دلایلو له امله یي نوم نه دی اخیستل شوی دویچه ویله ته وویل: «د اګست مياشتي پر پنځلسمه مو آلماني ادارو ته ایمیلونه لیږلي دي، خو تر اوسه پورې یې هیڅ احوال نه دی معلوم. په اسلام آباد کې زموږ همکاران د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې مخې ته تللي ول، خو دا چې د هغې د کرونا تیسټ مثبت و، زموږ له همکارانو سره یي ونه لیدل او هغه مظاهره چې يې پلان کړې وه، هغه هم لغوه شوه، او دلته په افغانستان کې مو هم پټې مظاهرې وکړې او بنرونه مو چاپ کړل، له آلماني ادارو سره مو تماس ونیو، خو زموږ غږ هیچا نه دی اوریدلی.»

د آلمان دغه پخوانی سیمه ایز کارمند وایي چې ډېر همکاران یي له لاسه ورکړي دي او ژوند یي په خطر کې دی: «همدا اوس موږ په مختلفو ځایونو کې خپل ژوند تیروو، له خپلو کورنو وتلې یوو او په مختلفو ولایتونو کې په پټه ژوند کوو، زموږ ژوند له خطر سره مخ دی. موږ د آلمان له حکومت څخه هیله لرو چې زموږ ټول کارمندان آلمان ته انتقال کړي. د جی آی زید او پي سي پي تر ټولو سخته او خطرناکه پروژه همدا وه چې موږ پلې کوله، خو تر اوسه پورې مو هیڅ برخلیک نه دی معلووم.»

وروسته له هغې چې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو نېټه اعلان کړه، طالبانو د ۲۰۲۱م کال په می میاشتې کې په دغه هیواد کې خپل تعرضي بریدونه پیل کړل.

دوی په هم هغه پیل کې په سلګونو کلي او ولسوالې ونیولې او د اګست میاشتې په لومړیو کې یې یوازې په څو ورځو کې وکولی شول د افغانستان نږدې ټول ولایتونه تر خپل کنترول لاندې راولي. کابل هم د اګست پر ۱۵ بی له کوم مقاومته د طالبانو لاس ته ولوید.

(dpa)sn/nz