1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاريتاس: په افغانستان کې بشري فاجعه ورځ تر بلې جدي کيږي

۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

په افغانستان کې د بحراني بشري وضعيت د رامنځته کيدو لامل شي. دغه سازمان له «ناوړه بشري وضعيت» څخه خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Yf9r
Afghanistan Rückkehrer aus Pakistan
انځور: Ryaz Sayed/DW

مرستندويه سازمان کاريتاس ويلي دي چې له پاکستان څخه تر ۱،۳ مليونو پورې افغان مهاجرو د اخراج موضوع د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د فاجعه وي بشري وضعيت رامنځته کېدو لامل کيږي. د دغه سازمان د تحليل له مخې په افغانستان کې تر مخه لا زيات وخت کيږي چې بشري او اقتصادي وضعيت دراماتيک دی. په وينا يې د افغانستان ۲۸ مليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري. د دغه سازمان مشر، اوليور ميولر د جمعې په ورځ په فرايبورګ کې وويل چې له پاکستان څخه د سلونو زرو افغانانو په اخراج سره به په افغانستان کې بشري وضعه نوره هم کړکېچنه شي.

د ميولر په وينا هغه افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج کیږي، هغوی ته په افغانستان کې نه په کافي اندازه پاکې اوبه او نه په کافي اندازه خوراک مهيا دي. نوموړوي زياته کړه: «موږ د يوې زښتې جدي بشري وضعي او بد حالت سره مخامخ يو.» د هغه په وينا په زياته د ژمي سوړ موسم به د افغان ماشومانو ژوند ته لوی ګواښ وي. په وينا يې دغه ژمی ښايي د زياتو ماشومانو لپاره مرګونی وي. هغه غوښتنه وکړه: «موږ نبايد چې په داسي دراماتيک حالت کې خلک يوازي پرېږدو.»

کاريتاس له ۱۹۸۰ کالونو راهيسي په افغانستان کې فعاليت لري. په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسي د نړيوالو مرستندويانو لپاره وضعه ورځ تر بلې خرابه شوې ده. طالبان په بېرحمۍ سره د مېرمنو حقونه نقض کوي.

د کاريتاس هغه همکاره چې د افغانستان لپاره مسؤله ده، د «باديشه څايتونگ» ورځپاڼې ته يې ويلي دي چې و کابل ته په خپل تازه سفر کې ورته مېرمنو د خپلې کاملې ناهيلۍ او لرليد نه لرلو خبره کړې ده. په داسي حال کې چې په نړۍ کې نوې لانجې رامنځته شوي دي، له افغانستان سره بشري مرستې لا کمې شوي دي. د دغې کارپوهې په وينا په افغانستان کې اوسېدونکي خلک دا احساس لري چې ګواکې د نړۍ هېر شوي دي.

له دې مخکې دملگرو ملتونو سازمان پر پاکستان ږغ کړی وچې د افغان کډوالو حفاظت وکړي. 

آ./ا.ا./ب.ص.