1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د فضایې پروګرام د «نظامي موخو» په اړه د ناسا خبرداری

۱۴۰۱ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د ناسا سازمان مشر بیل نلسن، خبرداری ورکړ چې چین له خپل فضایي پروګرام سره نظامي اهداف تعقیبوي. نوموړي له «بیلډ» آلماني ورځپاڼې سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې چین د «سپوږمۍ د تصرف کولو په هڅه کې دی».

https://p.dw.com/p/4Da5A
China Raumfahrt Shenzhou-14 Astronauten Chen Dong, Liu Yang und Cai Xuzhe
انځور: Li Gang/Xinhua via AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د فضایې ادارې (ناسا) مشر بیل نلسن، د شنبې (د جولای میاشتې ۲ نیټه) په ورځ له بیلډ آلمانۍ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د چین پر فضایي برنامې غږیدلی دی.

نوموړي د چین د فضایي پروګرام «پوځي اهدافو» ته د اشارې تر څنګ، د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ: «مونږ باید په دې اندېښنه کې اوسو چې که چین د سپوږمۍ پر مخ ښکته شي او دا هیواد ووایي: سپوږمۍ زمونږ ده او د دې کُرې پر مخ ستاسې له پاره ځای نشته».

نلسن همدارنګه د فضانوردۍ په برخه کې د بین المللي همکاریو په هکله وویل چې د «آرتمیس» امریکایي پروګرام په خلاف، چینایان حاضر نه دي چې د خپلو څیړنو او تحقیقیاتو پایلې له نورو سره شریکې کړي او په مشترک ډول له سپوږمۍ څخه ګټه پورته کړي.

USA | Senatsanhörung Bill Nelson NASA
د ناسا سازمان مشر بیل نلسنانځور: Samuel Corum/CNP/picture alliance

د چین د دولتي رسنیو د رپوټ پر بنسټ دغه هیواد په دې هڅه کې دی چې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي. ظاهراً چین هڅه کوي چې د روانې پیړۍ په ۳۰ لسیزه کې د سپوږمۍ پر مخ یو دایمي تحقیقاتي تم ځای جوړ کړي.

د دې امکان شتون لري چې چینایان دغه تمځای له روسیې سره په ګډه جوړ او ترې استفاده وکړي.

امریکا په پام کې لري چې له ۲۰۲۵م کال وروسته د سپوږمۍ د سیارې پر لور یو ماموریت پيل کړي. ټاکل شوې ده چې په دې برخه کې به د سپوږمۍ په مدار کې استګاه یا تمځایونه فعالیت ولري.

امریکا یوازنی هیواد دی چې ستورمزلي یې د سپوږمۍ پر مخ ښکته شوي دي. د ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۲م کلونو ترمنځ په مجموع کې ۱۲ امریکایي ستورمزلو د ناسا د ماموریتونو په چوکاټ کې پر سپوږمۍ قدم ایښی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: