1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

تایوان: چین تر جنګي مانورو وروسته رسمي پوځي ګزمې پیلوي

۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبه

بیجینګ ویلي دي چې د تایوان شاوخوا پراخ پوځي تمرینونه یي په بریالیتوب سره بشپړ کړي دي. د نانسي پلوسي تر سفر وروسته چین یو وار بیا د دغه خپلواکمن ټاپویي هیواد پر وړاندې د پوځي عملیاتو ګواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4FPPT

د چین پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تایوان په شاوخوا کې خپل پوځي تمرینات پای ته رسوي، خو تر څنګ یي دا هم وویل چې په راتلونکي کې د داسې نورو مانورو له پاره دروازې خلاصې دي.

تایوان ته د امریکا د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي تر شخړیز سفر وروسته چین د تایوان په شاوخوا کې خپل تر ټولو ستر پوځي مانورې پيل کړې وې، چې تیره ورځ بشپړې شوې.

پلوسي په تیرو ۲۵ کلونو کې تایوان ته سفر کوونکې تر ټولو لوړپوړې امریکایي سیاستواله وه. چین پر دې سفر خپله شدیده نارضایتي ښکاره کړې وه. چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي.

چین څه ویلي دي؟

د جنګي مانورو د بشپړیدو اړوند په یوه لنډه وینا کې د  PLAد «ختیځ تهیتر» قوماندان وویل: «د ابنای تایوان په وضعیت کې رامنځته کېدونکي بدلونونه به په پرله پسې ډول تر نظر لاندې وساتو.»

هغه زیاته کړه چې د چین د خلکو د آزادۍ پوځ به «د جنګ له پاره د روزنې او امادګۍ بهیر جاري وساتي، د آبنای تایوان (د تایوان د تنګې) پر لور د جنګي امادګیو له پاره ګزمې به منظم ساتو او له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه به په کلکه دفاع وکړو.»

د تایوان اړوند د چین د کابینې د دفتر له خوا هم په انګلیسي ژبه یوه اعلامیه خپره شوې ده، په کوم کې چې د چین د تګلارې وضاحت شوی چې بیجینګ د چین او تایوان ترمنځ «سوله ایز یوالي» ته د رسیدو له پاره هوډمن دی.

نوموړي زیاته کړه: «په هر صورت، موږ به د زوره له کار اخستنې څخه هم ډډه ونه کړو او په دې برخه کې موږ دا حق د خپل ځان له پاره محفوظ ساتو چې ټول اړین ګامونه پورته کړو. دا د بهرنۍ مداخلې او د هر ډول بیلتون غوښتنې فعالیتونو څخه د ژغورنې له پاره دی.»

«چین د تایوان تر ولکې لاندې راوستلو له پاره بهانې لټوي»

چین په خپله اعلامیه کې د «بهرنیو قدرتونو د مداخلې او یا هم د بیلتون غوښتونکو عناصرو له خوا داسې اقداماتو چې توقع یې نه کیږي» پر ضد له زور څخه د کار اخیستنې ګواښ هم کړی دی.

چین  پر تایوان نظامي فشار زیات کړی دی

بیجنګ وایي چې دوی دغه ټول اقدامات تیره اونۍ تایوان ته د نانسي پلوسي د دورې په غبرګون کې پیل کړي دي. خو تايېپي ټینګار کوي چې د لویدیځو هیوادونو د چارواکو له لورې دا ډول سفرونه د معمول خبره ده او پر چین یي تور ولګاوه چې هغوی دغه سفر د پوځي ګواښونو د زیاتولو له پاره د بهانې په توګه کاروي.

Taiwan | Militärübungen
انځور: Annabelle Chih/Getty Images

د رسنیو د رپوټونو په حواله د چهارشنبې له غرمې وروسته هم د تایون په تنګه کې رامنځته شوې هایلې سیمې یا بفر زون ته نږدې د چین سمندري فعالیتونه روان ول. تایېپي دا هم وویل چې ۱۷ چینایي جنګي الوتکې له دې هایلې سیمې څخه اوښتې وې.

بل لور ته د تایوان دفاع وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې تایېپي «د دښمن له لورې د خطر په څیر عواملو پر بنسټ په بشپړ ډول د پوځیانو د ځای پرځای کولو امر ورکړل شوی دی.»

په بریتانیا کې د چین د سفیر احضار

په همدې منځ کې د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیرې لز ټرس، د تایوان پر وړاندې د بیجینګ د اقداماتو په اړه په بریتانیان کې د چین سفیر زینګ زیګوانګ احضار کړی و. ترس د چهارشنبې په ورځ وویل: «په دې وروستیو میاشتو کې موږ د چین له لورې مخ پر زیاتیدونکي ډول له تاوتریخوالي ډک چلند او اعلامیې لیدلي دي چې د سیمې امنیت او ثابت له ګواښ سره مخامخ کوي.»

د چین پوځي مانورنه؛ تایوان ته ځيني پروازونه لغوه شوي

په اعلامیه کې ویل شوي دي: «بریتانیا پر چین ټینګار کوي چې دغه هیواد دې بې له ګواښلو، جبر او له زور څخه په استفادې، هر ډول اختلافات په سوله ایز ډول حل کړي.»

خو په لندن کې د چین سفارت د بریتانيا دغه اعلامیه رد کړې ده. سفارت ویلي دي: «تایوان ته د امریکا د کانګرس د مشرې د سفر په اړه د چین د روا او ضروري غبرګون په هکله هر ډول غیر مسئولانه اعلامیې» په بشپړ ډول غندو او ردوو یې.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز