1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

CIA د اسامه د کور د پلټولو اجازه تر لاسه کړی

۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعه

واشنګټن پوسټ د پنجشنبي په ورځ ليکلي چي پاکستان د CIA د عدلي طب د ډاکټرانو يو ټيم ته اجازه ورکړي چي په اسلام آباد کي د اسامه د کور پلټنه وکړي. بن لادن په دغه کور کي د امريکايي ځواکونو د يوي ځانګړي ډلي لخوا وژل شوي ؤ

https://p.dw.com/p/11PR8
په ایبټ آباد کی د اسامه پخوانی کور
په ایبټ آباد کی د اسامه پخوانی کورانځور: picture alliance/landov

دغه ورځپاڼي د امريکايي چارواکو په حواله ليکلي دي چي د CIA دغه ډله به په راتلونکو څو ورځو کي ايبټ آباد ته ورسيږي. ترڅو هغه کور چي اسامه بن لادن او د هغه کورني په کي اوسيدل په مکمله توګه وپلټي.

د يو امريکايي چارواکي په حواله چي نوم يي نه دي بربنډ شوي د چاپي پر وخت امريکايي سرتيري هلته يواځي 40 دقيقي تيري کړي. دغه چاواکی وایی چی اوس امریکایان غواړی چي د اسامه پټن ځای ته یو ځل بیا لاړ شی او هر څه په دقیقه توګه وڅیړی.

د CIA دغه ځانګړي ډله به د څيړنو پر وخت د داسي الاتو څخه کار واخلي چي د ديوالونو پرمخ يا دننه او حتي د ځمکي د لاندي د پټو شویو اسنادو څرک ولګوي خو د دغه امريکايي چارواکي په وينا د دي خبري هيڅ کوم تضمين نشته چی امریکایان دی د اسامه په کور که څه پیدا کړی.

د واشنټن پوست راپور زياتوي چي د دغه ټيم د تفصيلي څيړنو خبره د CIA معاون، مايکل موريل، تيره اوني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کي مطرح کړي وه. موریل پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کی د ISI د مشر، جنرال شجاع پاشا، سره ليده کاته کړي وو.

د اسامه بن لادن تر وژل کيدو ورسته د پاکستان او واشنټن اړيکي خورا ډيري ترينګلي شوي ، خو د CIA ټيم ته د بن لادن د کور د پلټنو د اجازي وروسته داسي ښکاري چي د دواړو هيوادونه اړيکي د همکاريو په لور په پرمختګ کي دي.

تر دي وړاندي پاکستان په دي هم رضايت ښودلي وو چي د بن لادن پر کور د چاپي پر وخت چي کومه څرخي الوتکه را نسکوره شوي وه، د هغي پاتي ټوټي امريکا ته ورکړي.

څو اوني وړاندي پاکستان د CIA يوي ډلي ته هم اجازه ورکړي وه چي د اسامه بن لادن د کونډو څخه پوښتني ګرويږني وکړي.

په تيرو وختونو کي د واشنګټن او اسلام آباد باور په يو بل ډير کم شوي. پاکستان د امريکا د متحده ايالاتو څخه غوښتي وو چي په دغه هیواد کي دي د خپلو سرتيرو شمير راټيټ کړي.
د پاکستان د دي غوښتني په ځواب کي د امريکا متحده ايالاتو د پنجشنبي په ورځ ويلي وو چي دوي په پاکستان کي د خپلو سرتيرو د شمير په راټيټولو شروع کوي خو دا يي نه وه روښانه کړي چي په کوم شمير به د دغو سرتیرو شمیر کم کړی.

اسلام آباد ته د کلنټن د ناڅاپي سفر څخه يوه ورځ وړاندي هغي ويلي وو چي د پاکستان سره په ګډه کار کول د امريکا ستراتيژيک ضرورت دي.

د امريکايي چارواکو په وينا د اسامه بن لادن په کور کي چي کوم اسناد پاکستاني ځواکونوته په لاس ورغلي دي CIA به هغي ته هم لاس رسي ومومي او همدغه رنګه ISI به هم دهغو اسنادو څخه ګټه واخلي کوم چي د چاپي پر وخت امريکايي ځواکونو د ځانه سره وړي ؤ. پدغه اسنادو کي د مختلفو کسانو نومونه او ځايونه شامل دي.

د امريکايي چارواکو په وينا د دغه کور څخه د کمپيوټرونو او ليپ ټاپونو په شکل کي دومره اسناد د امريکا لاس ته ورغلي چي تر دي وړاندي د هيڅ کومي ترهګري ډلي څخه په لاس نه وو ورغلي.

اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: مسعود جهش