1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

CIA د خپل تاريخ د تر ټولو لوی بدلون په درشل کي ده

محمد قاسم نوري / آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۶, شنبه

د امريکاد متحده ايالاتو استخباراتي اداره CIA د خپل تاریخ د تر ټولو لویوتحولاتو او تغیراتو سره مخامخ ده. د دغي ادارې مشر جان برېنن د خپل «ډیجیتل نواوریو» د یوه نوي ریاست او لسو خاصو نورومرکزونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1En7S
انځور: Reuters

د امريکا د متحده ايالاتو استخباراتي اداره CIA پر کمپیوټري سیسټمونو باندي د مخ پر ډیریدونکو حملو د تهدید له کبله په خپل کار ډیر زیات تغیرات راولي. لکه څنگه چي په واشنگټن کي د CIA رییس جان برېنن وویل، دغه امریکايي خارجي استخباراتي اداره غواړي د سایبر تکنالوژۍ دپاره د« ډیجیتل نواوریو » یو نوی ریاست یا څانگه جوړه کړي.

دغه څانگه به د پخوا په ډول مشابه مفهوم ولري. د ډیجل تکنالوژي د پرمختگونو له کبله په غیر د هغه د CIA دپاره سخته ده، چي خپل وظایف په سم ډول باندي اجرأ کړي. د برېنن په خبره، ځکه نو موږ باید د یوه خدماتي سازمان په حیث متیقنه سو، چي موږ د ډیجل نړی ټوله اړخونه درک کولای سو. دغه نوی پنځم ریاست یا څانگه به ډیر صلاحیتونه او امکانات په اختیار لري. په ۱۹۴۷ م کال کي جوړي سوي CIA تر اوسه پوري څلور ریاستونه درلودل.

نوی ریاست به مشورې ورکوي

پر دې سربیره به د «ماموریت په لسو مرکزونو» کي د دغي ادارې د ټولو برخو کارپوهان سره راجمع سي. برینن وايي، چي د «ماموریت نوي مرکزونه» به د دغه استخباراتي سازمان ټول ریاستونه سره وصل او د گډ کار د رامنځته کیدو سبب به وگرزي. برینن د ژورنالسټانو په مخکي وویل، چي تر اوسه پوري د CIA د مختلفو ریاستونو او امریکايي استخباراتي سازمانو تر منځ د رقابت له کبله معلوماتونه اکثرأ نه سره تبادله کیږي. نوي مرکزونه به دغه خلاوي ډکي کړي.

په انټرنیټی شبکه کي استخباراتي فعالیتونه

په عنعنوي ډول سره د امريکا په متحده ايالاتو کي د ملي امنیت اداره NSA په ټوله نړۍ کي د الکترونیکي ارتباطاتو د کنټرول او مراقبت او د هغوی د تحلیل او تجزیه کولو مسؤله ده. نو اوس به د CIA د رییس هغه پلانونه چي غواړي د عصري عالي تکنالوژۍ یو ریاست جوړ کړي، نور هم د NSA د رهبرۍ سره د رقابتونو او اختلافاتو سبب وگرزي. ځکه چي د برینن د پلانونو پر اساس به په راتلونکي کي د CIA د استخباراتي سازمان صلاحیتونه بې حده ډیر سي.

پر کمپیوټري سیسټمو باندي مخ پر ډیریدونکو حملو ته په پام کي نیولو سره د سایبري امنیت د ښه کولو موضوع د امريکاد متحده ايالاتو د حکومت د اصلي انديښنو څخه بلل کیږي. په همدې اخرو وختو کي د سوني فلم جوړولو پرشرکت باندي هېکري برید ډیر د تشویش وړ وگرزید، ځکه چي حساس اطلاعات یې عامو خلگو ته ورسیدل. د امریکا حکومت د دغي سایبري حملې مسؤلیت پر شمالي کوریا باندي ورواچاوه. خو پیونگ یانگ هغه ردوي.

تیره میاشت د امریکا د ملي امنیت د ادرې NSA رییس جېمز کلاپر ویلي وه، چی سایبري حملې د امریکا د ملي امنیت دپاره تر ترهګري حملو ډیر خطر رامنځته کوي.