1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د ډرون برېدونو ډېرېدل؛ امریکا کومې موخې څاري؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

د افغانستان د ځینو ولايتونو اوسېدونکي وايي چي کله نا کله يې د سيمو پر فضا بې پيلوټه الوتکي ګرځي. د رپوټونو له مخي د الظواهري تر وژلو وروسته اوس کابل کي په ورته یو بل برید کې القاعده ته نیږدې د یوه کس د وژل کېدو ادعا شوې.

https://p.dw.com/p/4GT8w
Afghanistan l USA Konflikt l US-Drohne über dem Flughafen Kabul
انځور: Aamir Qureshi/AFP via Getty Images

رپوټونه وايي چې د کابل په دهمزنګ کې د بې پيلوټه الوتکې برید پرمهال د حاجي احمد په نوم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نیږدې کس وژل شوی دی.

ویل کیږي دغه کس د ایمن الظواهري او د هغه د کورنۍ د ساتنې مسؤلیت هم پرغاړه درلود او د طالبانو د رجال برجسته قطعې مشر ؤ.

بنسټيزه پوښتنه داده چې په دې وروستیو کې د بې پيلوټه الوتکو د برېدونو ډېرېدو چې ان د طالبانو حکومت یې د درېدو غوښتنه کړې د څه ښکارندويي کوي؟

د افغانستان د پارلمان یوې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ دویچه ویله ته په دې اړه وویل: «په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو ګرځېدل او حملې د څو شیانو ښکارندويي کوي، لومړی دا چې د امریکا لخوا د تروریزم سره مبارزه پای ته نه ده رسېدلې او امریکا بې غیر له دې چې خپل سرتیري په افغانستان کې ولري په هروخت کې کولای شي د القاعدې شبکې غړي او یا نور هم کسان چې دوی فکر کوي زیان ورسوي د خپلو استخباراتي فعالیتونو په ترڅ کې په نښه کړي.»

بارکزۍ وايي، پاکستان هم په تېرو څو میاشتو کې وښوده چې له کومې اجازې پرته د افغانستان په خاوره کې خپل  مخالفین په نښه کولای شی .

اغلې بارکزۍ وايي، افغانستان یو ځل بیا د القاعده، داعش، چیچنیايي او نورو ترهګریزو ډلو په مرکز د اوښتو  له ګواښ سره مخ دی ، چې دا ډلې به ان په خپلو فعالیتونو کې د طالبانو اجازې ته هم اړتیا ونه لري.

سره له دې چې طالبانو په وار وار له القاعدې  سره د اړیکو پاللو تورونه رد کړي دي، خو د چارو کتونکي وايي دا ډله باید نړۍ ته ثابته کړي چې له القاعده شبکې سره یې اړیکې شکولي دي.

Afghanistan US Drohne
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

په تېر حکومت کې د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي کمال ناصر اصولي دویچه ویله ته وویل: «باید وښيي چې القاعده په افغانستان کې حضور نه لري، که دا ثابته نه کړي نو امکان ددې شته چې د سرپرست حکومت په مقابل کې نړېوال بیا یو تصمیم ونیسي او رسمیت پېژندنې ته یې هم خنډ شي چې دا به لویه بدبختي وي د افغانانو له پاره.»

د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی په دې باور دی چې امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو برېدونو ته زور ورکړی، چې د دغسې وضعیت پروړاندې یواځې ځواکمن مرکزي دولت دریځ نېولی شي.

پاکستان د افغان طالبانو څرګندوني رد کړې

هغه پر طالبانو غږ کوي چې د یوه ځواکمن مرکزي دولت جوړولو له پاره دې لویه جرګه راوغواړي.

خو هاخوا د چارو یوشمېر نور کتونکي په دې باور دي چې امریکا هم لا نه ده ثابته کړې چې ایا په کابل کې یې د بې پيلوټه الوتکې په برېد کې ریښتیا هم ایمن الظواهري وژلی او کنه؟

د پوهنتون استاد جاوید مومند دویچه ویله ته وویل: «هیڅکله دا په ډاګه نه شوه، چې ایا واقعا ایمن الظواهري وژل شوی او کنه او یا ایا واقعا هم الظواهري د کابل په همدې سیمه کې شتون درلود او کنه؟»

 پرطالبانو د امریکا هوايي برېدونه، آیا امریکا افغان جګړه کې ښکیله پاتې کیږي؟ 

مومند زیاته کړه، امریکا نه غواړي په افغانستان او سیمه کې خپل شتون پای ته ورسوي، نو ځکه د خپلو بریدونو له پاره پلمې لټوي.

د نوموړي په وینا امریکا نه غواړي په سیمه او افغانستان کې روسيي او چین په څېر دوو ځواکمنو سیالانو ته میدان پریږدي.

د رپوټونو له مخې، په تخار کې د تاجیکستان پولې ته څېرمه هم د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د تاجکستانې څانګې غړي په نخښه شوي.

د طالب مشرانو اندېښنه

په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د برېدونو ډېرېدو سره سم  ویل کیږي، د طالب مشرانو اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي، په رسمي توګه یې څه نه دي ویلي خو د طالبانو د دفاع وزیر څه موده وړاندې پر پاکستان نېوکه کړې چې پر افغان خاوره برید کوونکي بې پيلوته الوتکې د پاکستان له حریم څخه تیریږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست مياشتي پر ۲۵مه نیټه ویلي ول چې امریکايي بې پيلوټه الوتکې لاهم د افغانستان پر فضا ګرځي چې دا یې د امریکا تیری بللی.

زموږ له آرشیف څخه:

آیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې مخ پر خرابیدو دي؟