1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د متوسطي وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی»

۱۴۰۰ فروردین ۳, سه‌شنبه

په تير ژمي کې د اورښتونو د کمښت له امله افغان بزګران اندېښمن دي. د وچکالۍ له ګواښونو سره د مبارزې له پاره حکومت څه پلان لري؟

https://p.dw.com/p/3r0bI
Dürre in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

افغان بزګرانو نوی ۱۴۰۰ لمریز کال د وچکالۍ په اړه د شته وړاندوینو او اندېښنو سره پيل کړ.

بزګران وايي، سره له دې چې تېر ۱۳۹۹ لمریز کال د کرهنیزو محصولاتو له اړخه ښه کال وو، خو په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې د وچکالۍ په اړه وړاندوینو یې اندېښنې ‌ډېرې کړي دي.

د اوبو د تنظیم چارو اداره هم مني چې سږکال د واوري او اورښتونو د کمښت له امله افغانستان د منځنۍ کچې وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی.

ددې ادارې د اوبو سرچینو رئیس انجینر فایزالرحمن عزیزي دویچه ویله ته وویل، په تېرو لسو کلونو کې په منځنۍ کچه سږکال د ورښتونو کچه ۴۷ سلنه ټیټه وه: «د تېر کال په پرتله سږکال د واورو د ورښت کچه ۳۶ سلنه ټیټه وه، دغو دلایلو ته په کتو زموږ تحلیل او ارزونه داده چې سږکال به په افغانستان کې متوسطه وچکالي وي»

چارواکي وايي تېر کال یې د ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کرهنیز توکي بهر ته صادر کړي او سږکال په پام کې ده چې د کرهنیزو توکو د صادراتو کچه ۲ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

خو ایا د وچکالۍ له ګواښ سره يوځای دغه هدف ته رسېدل ممکن دي؟

بزګرانو ته سخت کال

افغان بزګران وايي، د وچکالي له اړخه سږکال بزرګرانو ته سخت کال دی.

د بزګرانو په وینا، له یوې خوا وچکالي او له بل لوري یې کرهنیزو محصولاتو ته د بازار نه شتون د هغوی پر وړاندې لویې ستونزې دي.

یو بزګر په دې اړه وویل: «له هيوادوالو مو هیله داده چې خپلو تولېداتو ته توجه وکړي، که هغه ارزانه هم راځي خو له خارج تر راغلو هغو یې کیفیت لوړ دی نو خواهش مو دادی چې زموږ څخه خرید وکړی.»

افغان حکومت تل ټینګار کړی چې کرهنیز سکټور باید له دودیزې بڼې په عصري او میکانیزه سیستم بدل شي.

خو د ليرو پرتو سیمو بزګران وايي چې له دې اړخه حکومت هیڅ ډول مرسته ورسره نه ده کړې.

د اوبو مدیریت

کارپوهان وايي، تر هغې چې په افغانستان کې اوبه په سمه توګه مدیریت نه شي، د کرهنیز سکتور په ځانګړي توګه د بزګرانو ستونزې نه شي حلیدلی.

Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
وچکالۍ ډیر افغانان د خپل کور کلي پریښودو ته اړ کړلانځور: DW/S. Tanha

د اوبو او چاپيریال ساتنې د چارو کارپوه انجینر داد محمد بهیر دویچه ویله ته وویل، له کرهنیز سکتور سره د مرستې او د اوبو د تنظیم په برخه کې ټول قوانین او لایحې یوازي د کاغذ پرمخ دي:

«تراوسه موږ د اوبو د اصلي ملکیت اداره ونه پیژانده، د اوبو د تنظیم اداره، د کلیو پراختیا وزارت، د چاپيریال ساتنې ادارې دا ټولې ادارې د اوبو د تنظیم ادعا لري، خو ترمنځ یې هیڅ ډول همغږي نه شته.»

له وچکالۍ سره د مبارزې له پاره د حکومت پلان

د افغانستان د اوبو د تنظیم اداره وايي، د سږکال د وچکالۍ خطرونو د کمولو له پاره ځیني پلانونه لري.

ددې ادارې د اوبو سرچینو رئیس عزیزي وویل: «موږ سږکال د باران اوبو د زیرمه کولو له پاره د کوچنیو بندونو پروژې لرو، دغه راز خلکو او ټولو دولتي ادارو ته هم ویل شوي چې د بامونو اوبو زیرمه کولو له پاره هم ډنډونه جوړ کړي.»

هاخوا د کرني او اوبو لګولو وزارت هم وايي، چې د اوبو د کمښت له اړخه یې د بزرګرانو ستونزو ته پام شته.

ددغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «د کرهني وزارت له اوږدمهالو موخه څخه یوه هم داده، چې وکولی شي د اوبو لګولو د سیسټمونو د پیاوړتیا، بیارغونې او جوړونې له لارې د کال ۵۰ زره هکټاره کرهنیزې ځمکې اوبه کړای شي.»

د اوبو د تنظیم چارو ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان ۶۹ بیلیون متر مکعب اوبه لري، چې له دې څخه ۵۳ بیلیون متر مکعب یې د ځمکې پر سر او ۱۶ بیلیون متر مکعب یې تر ځمکې لاندې اوبه دي.

د معلوماتو پربنسټ، افغانستان له دې اندازې اوبه یواځې ۲۳ بیلیون مترمکعب کاروي او پاتې ۴۶ بیلیون متر مکعب اوبه د ناسم مدیریت له امله ضایع کیږي او هیڅ ډول ګټه ترې نه اخېستل کیږي.

کارپوهان وايي، ددغو اوبو ډیره برخه د ناسم مدیریت له امله په وړیا ډول ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي.

اسماعیل شاکر – کابل