1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ETA فرانسوي پولیسو ته د خپلو وسلو ځېرمي ښودلي

۱۳۹۶ فروردین ۱۹, شنبه

د ایټا ډله چې د «باسک هیواد او آزادي» مخفف دی، د لومړي ځل له پاره په ۱۹۵۹م کال کې د خپلو سیمو د خپلواکۍ له پاره د هسپانیې په شمال او د فرانسې په جنوب غربې سیمه کې خپل شتون اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/2av7U
ETA Separatisten
انځور: picture-alliance/AP Photo

د اېټا ډلې د څلورو لسیزو په اوږدو کې په بمي چاودنو او بریدونو کې ۸۲۹ کسان وژلي دي. دغه خپلواکي غوښتونکې ډله د اروپايي ټولنې، د امریکا متحده ایالاتو، هسپانیې، فرانسې او د بریتانیا لخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې ده. یادې وسلوالې ډلې څو څو ځله اوربند اعلان کړی وو او په وروستي ځل یې د ۲۰۱۰م کال په اکتوبر میاشت کې اوربند اعلان کړ.

بل لوري ته باوري سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د باسک آزادي غوښتونکې ډلې یا (ETA) د فرانسې پولیسو ته د بې وسلې کیدو له پاره د فرانسې په جنوب غربي سیمه کې د خپلو وسلو د ۱۲ زیرمو لیست سپارلی دی.

ایټا تر دې مخکې اعلان کړی وو چې دوی به د شنبې په ورځ خپلې ټولې وسلې وسپاري. په دې کار سره به د یادې ډلې د باسک هیواد د آزادۍ د وسلوالې مبارزې هڅو ته د پای ټکی کیښودل شي.

په ۲۰۱۱م کال کې یادې ډلې اعلان کړی وو چې دوی خپل وسلوال فعالیتونه بندوي. په دې وروستیو کې دې ډلې د منحل کیدو په بدل کې د بخښنې، او په هسپانیا او فرانسه کې د خپلو ۳۵۰ بنديانو له پاره د زندان د ښه شرایطو او همدا راز د دې ډلې د اوسنیو غړو چې په پټه ژوند کوي له پاره، د آسانتیاوو غوښتنه کړې وه.

په دې هکله بیا فرانسې او هسپانیا سخت موقف لري او د هر راز امتیازاتو د ورکړې خبره یې رد کړې ده.

د ایټا د ډلې کار پوهانو تر دې مخکې داسې وړاندوینه کړې وه چې دغه ډله ۱۳۰ بیلابیلې وسلې او دوه ټنه چاودیدونکي توکي په خپل اختیار کې لري.

د جمعې په ورځ د باسک چاپیریال پیژندونکی ټکسټکس اتچویري چې د دواړو لورو یو منځګړي شخص دی، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه وسلې به د شنبې په ورځ د یو دریم ګړې ادارې لخوا وڅارل شي.

د فرانسې چارواکو بیا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې هیواد پولیس د دې وسلو د ترلاسه کولو په هکله د انتظار په حال کې دي.

همدا راز د فرانسې د بایوني اړوند د باسک په ښار کې د شنبې په ورځ د «بې وسلې کیدو د ورځې» تر عنوان لاندې ځانګړي مراسم هم په پام کې نیول شوي دي.

بل لوري ته بیا د جمعې په ورځ د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې حکومت ویلي چې د ایټا د بې وسلې کیدو په بدل کې یاده ډله دې د هیڅ راز امتیاز هیله نه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.09.2016):