1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

FBI ديوه افغان په شمول 4 ترشک لاندي ترهگران نيولي دي

۱۳۸۸ خرداد ۱, جمعه

دبرونکس Bronx لويديز کې د نيويارک ښاري سيمې ريوردال Riverdale د اوسېدونکو احساسات له يوه شوک او هم خيالي آرامۍ سره مل دي ...

https://p.dw.com/p/HvYo
د FBI لخوايو نيول سوی کس جيمز کروميتي
د FBI لخوايو نيول سوی کس جيمز کروميتيانځور: AP

ددوی څخه زياتره کسانو يوازي د رسنيو له لارې دا معلومات تر لاسه کړل، چې کېدلی شوای د دوی له څنگه يو خونړی ترهگري عمل منځ ته راغلی وای،

راهب جنتان روزن بلټ Jonathan Rosenblatt څرگندوي چي« موږ بيله دې چې د هغه په اړتيا پوه شو، په ډېرو ښو لاسونو کې وو.»

راهب جنتان روزن بلټ د هغي يهودي سيمي يا ټولني له مرکز څخه دئ، د کومې په مخکي چې بايد، د تر شک لاندې ترهگرانو د پلان له مخې يو موټر بم چاودېدلی وای.

د امريکايي فدرالي پوليسو FBI د وينا له مخې، د دې ترهگري ډلې مشر، کومې چې يو لړ گذارونه پلان کړي وو، جيمز کروميتي Jamies Cromitie نوميږي، او له يوې افغانې مهاجري کورنۍ څخه دئ، چا چې درې تنه نور هم له ځان سره ملگري کړي وه . ښايي چې دوی له يوه کال راپدېخوا په خپلو پلانونو باندي کار کړی وي - هدف يې په نيويارک کې يهودي تاسيسات او يو د نيوبورگ Newburgh د ښار شمال ته 100 کيلومتر ليري نظامي هوايي ډگر ؤ.

کوم څه چې دوی نه پوهېدل هغه دا وه، چې پر دوی باندي وسلې او چاودېدونکي مواد پلورونکی اصلا د فدرالي پوليسو FBI يو غړی ؤ . چاودېدونکي توکي او راکټونه هسې ساختگي يا کچه وه، او کله چې تر شک لاندي ترهگرانو غوښتل د مۍ د مياشتي په شلمه ورځ د چهارشنبې په ماښام خپل بم تعبيه کړي، نو پوليسو ونيول . د نيويارک د پوليسو مشر کيلي Kelly څرگندوي ، «بمونه د FBI يا فدرالي پوليسو د تخنيک گرانو لخوا جوړ شوي وه، هغه کاملأ بې ضرره وه . او اصلا هېچا ته کوم خطر موجود نه وو. »

په نيويارک کښي د FBI لخوابل نيول سوی تن ډيويدويليمس
دپه نيويارک کښي د FBI لخوابل نيول سوی تن ډيويدويليمسانځور: AP

د تحقيقاتي څانگو د لومړيو معلوماتو له مخي، د دې کار غريزه داوه چې، کروميتي او ملگري يې په عمومي ډول د يهودانو پر ضد وه، خو په افغانستان کې د امريکې د نظامي موجوديت کينه هم ورسره ملگرې وه . د دې معلوماتو پر بنسټ، نيول شوو کسانو خپل غوره کړي هدفونه ښه څېړلي او په نخښه کړي وه، او هم يې د گذارونو د سرشته کولو په منظور عکسونه ترې اخيستي وو . فدرالي پوليسو FBI د ترشک لاندې کسانو کورونه هم تلاشي کړي دي . دوی مخکې لامخکې د نشه يي موادو او نورو عملونو له رويه پوليسو پېژندل - درې له دوی څخه په بنديخانو کې مسلمان شوي دي.

FBI وايي، چې د دوی ارتباطي پوليس ترشک لاندي ترهگرانو ته ځان د يوې سُني ترهگري ډلی غړی معرفي کړی ؤ - ده له پټو کامرو سره د دې دسيسه جوړوونکو غونډي څارلې او دوی ته يې چاودېدونکي مواد چمتو کول.

د راهب روزنبلټ Rosenblatt دپاره دا ټکی هم د ډيراهميت وړ دئ، چې کېدلی شوای ،دې گذارونو، د نازيانو لخوا د يهود سټونې له بهير څخه پاته کسان هم وژلي وای . خو دغه شنډ شوي گذارونه بيا هم دی د خپل کار او دندي څخه نسي اړولی . نوموړی په ډاگه کوي،

«موږ پوهېږو چې ولي دلته يو او موږ نه يوازي د خپلي ټولني لخوا د ملاتړ احساس کوو، بلکه د ټول نيويارک لخوا. »

شميت/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري